وړیا د کډوالۍ حقوقي خدماتو غوښتنه

ډیری افغانان او افغان کورني له داسي قانوني مشکلاتو سره مخ دي چې په متحده ایالاتو کې د دوی په دایمي او خوندي توګه د ژوند کولو پر وړتیا باندي اغیزه کولی شي.

د کافي ملاتړ پرته د دې قانوني مسئلو د حل لاره کېدای شي چې پیچلې او ستونزمن وي. مګر موږ تاسو سره مرسته کولی شو.

د نوي راغلي افغانانو لپاره د مهاجرت د حقوقي خدماتو پروژه ایلسا (Immigration Legal Service for Afghan Arrivals- ILSAA) وکیلان او د دوی ټیم پر شرایطو برابر افغانانو لپاره د کډوالۍ وړیا حقوقي خدمات وړاندي کوي. په دې خدماتو کې د دایمي استوګنې اقامې تر لاسه کولو اړوند لارې چارې، د مثال په توګه، د پناه غوښتنې وضعیت او یا د مهاجرت ځانګړي ویزې (SIV) تر لاسه کول، د کورنۍ بیا یوځای کیدل او داسې نور شامل دي . دا خدمات د دري او پښتو، په شمول د افغانستان په ټولو ژبو وړاندې کیږي.

د شرایطو وړ افغان څوک دی؟ تاسو هغه وخت پر شرایطو وړ افغان ګڼل کیږی چې بشردوستانه پرول وضعیت ولرئ، یو بې سرپرسته افغان ماشوم یاست، او یا هم داسي یو افغان یاست چي مهاجرتي وضعیت مو د امریکا متحده ایالاتو د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر د پالیسۍ ( ORR Policy Letter 22-01) د شرایطو سره برابر وی. په اوس مهال کې ایلسا هغو افغانانو ته چې د متحده ایالاتو څخه بهر دي، قانوني مرستې نه شي برابرولی.

د حقوقي خدماتو غوښتنه باید څه ډول وشي:

  • موږ ته پر 833-286-0864 شمیره په وړیا ډول زنګ ووهئ یا ILSAAinfo@icf.com بریښنالیک ته خپل نوم، د ټیلیفون شمیره، او د ژباړې اړتیاو پیژندلو لپاره هغه ژبه چې تاسې پرې خبرې کوی بریښنالیک واستوئ.
  • د ایلسا(ILSAA)د ټیم یو غړی به تاسو ته په دې هکله ځواب در کړي چې ایا تاسو پر شرایطو برابر یاست او که نه.
  • که چیرې تاسو پر شرایطو برابر واست، ایلسا به تاسو د حقوقي خدماتو د یو مجرب وړاندي کوونکي سره معرفي کړي تر څو ستاسو اړتیاوې پوره کړای شي.

د نوي راغلي افغانانو لپاره سرچینو ته لاسرسی

په دغه ترتیب شوي لیست کې د نوي راغلي افغانانو لپاره د مهاجرت اړوند اوسني قانوني موضوعاتو او مشکلاتو په اړه د ایلسا، او نورو فدرالي او غیر فدرالي ادارو لخوا معلومات وړاندې شوي دي.

ایا تاسو د یوه افغان ماشوم پالنه کوئ، خو د هغه قانوني مور او پلار نه یاست ؟ PDF
په قانوني توګه د ماشومانو د استازیتوب د حق تر لاسه کولو په مختلفو لارو چارو ځان پوه کړئ تر څو وکولای شي د هغوی لپاره خدمات تر لاسه کړي.

ایا زه کولی شم د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړم؟
هغه معلومات ومومئ چې تاسو سره مرسته کولی شي دا معلومه کړي چې آیا ستاسو د اوسني کډوالۍ وضعیت او ستاسو د غوښتنلیکونو حالت پراساس د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړئ او کنه.

د افغانانو لپاره د موقت حفاظت شوي وضعیت اړوند معمول پوښتني
د ګټو/امتیازاتو، محدودیتونو او د شرایطو په اړه ځان پوه کړئ. دا زده کړئ چيري او څنګه درخواست یا غوښتنه وکړئ.

د قضیې پروسس کولو وختونه څنګه چیک کړئ
دا سند تشریح کوي چې څنګه د USCIS د ځاني خدمت (سلف سرویس) انتخابونه او د آنلاین وسیله استعمال کړئ، ترڅو د قضیې پروسس کولو وختونه وګورئ.

د فریبکارۍ خبرداری: څنګه کولای شئ یو جعلي وکیل وپیژنئ 
د هغو طریقو په اړه معلومات تر لاسه کړئ چې هغه غولونکي مشاویرین یې کاروي، چې د مهاجرت قانوني روزنې یې نه دي تر سره کړي، او هڅه کوي تاسو وغولوي.

باخبره اوسئ: څنګه کولای شئ خپل د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د قضیې وضعیت معلوم کړئ
د خپل مهاجرتي غوښتنلیکونو او عریضو په اړه د تازه معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د انټرنیټي وسیلې څخه استفاده وکړئ. د لارښوونو لپاره دغې ویب پاڼې ته مراجه وکړئ تر څو خپل د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) قضیې وضعیت معلوم کړئ.

د تروریزم اړوند د نه منلو (عدم قبولیت ) لاملونو - ټریګ (TRIG) معلوماتي پاڼه
د تروریزم اړوند د نه منلو (عدم قبولیت ) لاملونو ټریګ (Terrorism-Related Inadmissibility Grounds - TRIG)دغه معلوماتي پاڼه د ټریګ(TRIG) په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي، د بیلګې په توګه، ټریګ (TRIG)څوک اغیزمن کوي، او کوم معافیتونه شتون لري .

بیړنۍ: هغه معلومات چې افغان ماشومان او د هغوی پالونکي باید پرې خبر شي
آیا تاسو متحده ایالاتو ته د یو پرول وضعیت لرونکي افغان ماشوم په توګه داخل شوي یاست ؟ کیدای شي اړتیا وي چی تاسو د بیا پرول لپاره غوښتنلیک ثبت کړئ.

بیړنئ! د خپل آدرس (پتې) راپور د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدماتو (USCIS) ادارې ته وکړئ
دلته دا معلومات تر لاسه کولای شئ چې څه ډول د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدماتو (USCIS) ادارې سره خپل آدرس یا پته تازه وساتئ. که تاسو د هغه وخت څخه چې متحده ایالاتو ته راغلي یاست، ځای مو بدل کړئ وي (کډه مو کړئ وي) په دې صورت کی تاسو باید د متحده ایالاتو حکومت ته د خپل نوي آدرس راپور ورکړئ.

باید څه تمه ولرئ: د ایلسا – (ILSAA) له لارې د خپل قانوني وضعیت قضیې ثبتول
دلته دا زده کړئ چې څه ډول د نوي راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدماتو (Immigration Legal Services for Afghan Arrival-ILSAA) پروژې سره ښکیل پاته شئ ترڅو په متحده ایالاتو کې قانوني اقامه یا استوګنې وضعیت ترلاسه کړئ. یعني څه ډول د غوښتنلیک د سپارلو څخه بیا د یو وکیل د پیدا کولو او د خپلې قضیې په اړه وروستۍ پریکړې ترلاسه کولو په برخه کې مرسته ترلاسه کړي.

د امریکا د مدافع وکیلانو انجمن(American Bar Association-BAR): د افغان پناه غوښتنې ابتدائي معلوماتي 101 ویډیوګانې.
د افغانانو لپاره د پناه غوښتنې پروسې په اړه پوهاوی ترلاسه کړئ. دغه ویډیوګانې چې د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې ثبت شوي دي، د "افغان متحیدینو د ښه راغلاست پروګرام" تر عنوان لاندې د پناه غوښتنې لپاره د I-589 فورمې وګورئ.

یو ایس اي هلو (USAHello): د افغانانو مهاجرتی وضعیت او د ګټو اخیستو وړ وړاندیزونه
په دې پاڼه کې د کډوالۍ د مختلفو وضعیتونو او د هر یو د ګټو په اړه معلومات ولولئ.

یو ایس اي هلو (USAHello): د کورنۍ بیا یوځای کیدل
په دې پاڼه کې د کورنۍ د بیا یو ځای کیدو د اساساتو او د دغه پروسې په اړه معلومات تر لاسه کړئ. همدا راز د دې پروسې د ګټو ځان خبر کړئ او دغه پروسې ته یو عمومي کتنه وکړئ.

یو ایس اي هلو (USAHello): د افغان اتباعو لپاره د مهاجرت اړوند معلومات
په دې پاڼه کې د افغان اتباعو لپاره د مهاجرت، ګټو او ټولنیز خدماتو په اړه معلومات وګورئ.

یو ایس اي هلو (USAHello): موقت محافظت شوی حالت ( Temporary Protect Status)
په دې پاڼه کې ومومئ چې څوک درخواست کولی شي او څنګه باید د موقت محافظت شوي وضعیت (TPS) لپاره غوښتنه وکړي. مرسته ترلاسه کړئ، او د کار او سفر د جواز په اړه - او د نورو محافظتي وضعیتونو په اړه چي تر موقت محافظت شوي حالت لاندي راځي- معلومات تر لاسه کړئ.

ویسینا (VECINA): د افغان پناه غوښتنکو د مصاحبې لپاره چمتوالی (انلاین کورس)
دلته دا زده کړئ چي د پناه غوښتنې د مصاحبې هدف څه دی، د پناه غوښتنې مامور څوک دی، د پناه غوښتنې دفتر څه شی دی، څوک باید مصاحبې ته راشي، د ترجمې خدمات، او هغه پوښتنې څه دي چې ستاسو څخه به وپوښتل شي.

یو ایس اي هلو (USAHello): د افغانانو لپاره د معلوماتو مرکز
په دې پاڼه کې متحده ایالاتو ته د نویو راغلو افغانانو لپاره کټور عملي معلومات او سرچینې موندلای شئ. په خاص توګه د خدماتو او ګټو په اړه، د مهاجرت، دندو، ورځني ژوند، د امریکا فرهنګ، د امریکا قوانین، مالي چارو، روغتیا او تعلیم په اړه معلومات موندلای شي.