د نوي راغلي افغانانو لپاره د مهاجرت د حقوقي خدماتو پروژې - د قانوني خدماتو وړاندې کوونکې شبکې سره یوځای شئ

د ایلسا (ILSAA) د قانوني خدماتو وړاندې کونکي شبکه د هغو وکیلانو، حقوقي کارکوونکو، او نورو حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو څخه جوړه ده چې په ټول هیواد کې دشرایطو وړ افغانانو ملاتړ ته ځانکړې شوې ده.

په دې حقوقي خدماتو کې د دایمي استوګنې تر لاسه کولو اړوند لارې چارې، لکه د پناه غوښتنې وضعیت او یا د مهاجرت ځانګړي ویزې - (Special Immigrant Visa - SIV) تر لاسه کول، د کورنۍ بیا یوځای کیدل او داسې نور شامل دي .

د ایلسا (ILSAA) د خدماتو وړاندي کوونکې شبکې سره د یوځای کیدو وروسته، وکیلان او د دوی ټیمونه یا کاري ډلې کولی شي لاندني مواردو ته لاسرسی ومومي:

  • په مجازي همکار شبکې مرکز کې د پوهې، سرچینو، او غوره طریقې شریکلولو لپاره په ریښتیني وخت یا رییل ټایم کې
  • ژوندي ویبینارغونډې چې د موضوع متخصصینو لخوا وړاندې کیږي، ترڅو د ریښتیني ژوندي مثالونو په په کارولو سره معنی لرونکي بحثونو کې برخه واخلي
  • د روزنې او ټریننګونو، برېښنايي زده کړو او نورو سرچینو له لارې د پوهې او مهارتونو د لوړولو په موخه د زده کړې ځانګړې تګلاره

د ایلسا (ILSAA) - د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکي شبکې سره د یوځای کیدو لپاره و ILSAAinfo@icf.com بریښنالیک ته خپل نوم، د تلیفون شمېره، او د ګډون غوښتنه واستوئ. ایلسا- (ILSAA) به ستاسو مسلکې وړتیاوې وڅیړي او د هغه په اساس به د روزنې اړتیا معلومه کړي. د هغه وروسته چي تاسو غړیتوب تر لاسه کړ، ایلسا- (ILSAA) کولای شي تاسو ته دوسیې یا قضیې (کیسونه) راجع کړي او داسي د شرایطو وړ افغانان در معرفي کړي چي خدماتو ته اړتیا لري.

Line art illustration depicting a network of people around the globe

ایلسا (ILSAA) - ته یوه قضیه یا کیس راجع کړئ

زموږ د مهاجرت د حقوقي خدماتو د مجربو وړاندې کوونکو شبکه اوس مهال د نورو موسسو او وړاندې کوونکو څخه قضیې مني. پر شرایطو برابر افغان وګړو د قضیې د راجع کولو په موخه، موږ سره اړیکه ونیسئ.