د ایلسا (ILSAA) په اړه نوي معلومات

د ایلسا (ILSAA) پروژه د فډرال حکومت لخوا د محدود وخت لپاره تمویلږي. له همدې امله، ایلسا – (ILSAA) نور نوي موکلین/مراجعین نه قبلوي. مونږ اوس خپلو موجوده موکلینو ته د کډوالۍ د حقوقي خدماتو په وړاندې کولو باندې تمرکز کوو.

د نویو راغلو افغانانو لپاره مهم معلومات

که تاسو ته وار دمخه د ایلسا – (ILSAA) له خوا یو وکیل ګمارل شوی وي، نو مهرباني وکړئ له خپل وکیل سره د مرستې لپاره اړیکه ونیسئ. ستاسو تعین شوی وکیل لا هم ستاسو په قضیه کار کوي او کولای شي ستاسو پوښتنو ته ستاسو د کیس په هکله ځواب ووایي.

که تاسو وار دمخه له ایلسا - (ILSAA) سره اړیکه نیولې وي او لا هم د یو وکیل د ټاکل کېدو په تمه یاست، مهرباني وکړئ صبر وکړئ. ایلسا - (ILSAA) به تاسو ته د راتلونکو مرحلو په اړه معلومات درکړي. د خدماتو د غوښتنې د حجم د لوړوالي له کبله، ممکن څو اوونۍ وخت ونیسي تر څو مونږ له تاسو سره په اړیکه کې شو.

که چیری تاسو نورې مرستې ته اړتیا لرئ ، تاسو کولای شئ د خپل ایالت د کډوالو همغږي کوونکي دفتر سره اړیکه ونیسئ یا د نویو راغلي افغانانو لپاره په انټرنیټي پاڼه کې د حقوقي او معلوماتي سرچینو لېست وګورئ. زموږ د معلوماتي سرچینو کتابتون هم د بیا میشتیدنې او کډوالۍ پورې اړوند ډیرو موضوعاتو لپاره یوه غوره معلوماتي سرچینه ده.

ایلسا(ILSAA) - د کډوالو د بیا مېشتېدنې دفتر (ORR) لخوا تمویل کېږي او د کډوالو او مهاجرینو لپاره د متحده ایالاتو کمیټې (USCRI) لخوا عملي/تطبیق کېږي.

معلومات او سرچینې دلته ومومئ

د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکي

د تازه معلوماتو او ګټورو وسیلو یو ترتیب شوي لېست ته لاسرسی ومومئ ترڅو تاسو سره د افغان کډوالو لپاره د کډوالۍ د حقوقي خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

نور دلته زده کړئ

افغان مهاجرین

دلته داسي معلومات او سرچینې ترلاسه کړئ چې د کډوالۍ، د قضیو د مدیریت، د کورنۍ سره د بیا یوځای کېدو او نورو برخو کې ستاسو مرسته وکړي.

نور دلته زده کړئ