زه څنګه قضیه طی مراحل کړم؟

«سلام، زه علي یم. زه به دلته ستاسو سره د هغو مهمو موضوعاتو په برخه کې مرسته وکړم چې تاسو یې ښايي د خپل وکیل سره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ته د غوښتنلیکونو د سپارلو پر مهال د مباحثې په موخه شریک کړئ.

دا یوه عادي خبره ده چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) سره د خپل غوښتنلیک پایلې ته د انتظار پر مهال څه نا څه اندیښمن و اوسئ. علي کولای شي ستاسو سره ستاسو د غوښتنلیک د وضعیت په چک کول یا معلومولو کې مرسته وکړي، او دا معلومه کړي چې ولې ستاسو غوښتنلیک د توقع خلاف ډېر وخت په بر کې نیسي.

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره (USCIS) ډېر داسي د ځاني خدماتو (Self Service) اختیارونه یا آپشنونه لري چې له لارې کیدلای شي د ګرین کارت او نورو غوښتنلیکونو د طی مراحل وختونه او نور اړوند معلومات معلوم کړل شي. دغه انټرنیټي د ځاني خدماتو وسیلې په انګلیسي ژبه دي. که ددغه وسیلو د کارولو سره راحته نه یاست، تاسو کولای شئ له خپل وکیل څخه غوښتنه وکړئ چې ستاسو د قضیې د طی مراحل (پروسس) وخت درته معلوم یا چک کړي.

زه څنګه کولای شم چې د ا انټرنیټي وسیله وکاروم؟

په دې اړه به زه مرسته در سره وکړم. لومړی، تاسو باید د خپلې قضیې د ډول یعني «Case Type» په اړه ځینې معلومات، چې د اقدام په خبرتیا «Notice of Action» سند کې موندلای شی ، را ټول کړئ. تاسو باید د فورمې د نوعیت، د قضیې د نوعیت، رسید نمبر، د رسید نېټه، او د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) د دفتر په اړه معلومات د ځان سره ولرئ. وروسته به خپل دغه معلومات د قضیې د طی مراحل د وخت معلومولو په وسیله کې ولیکئ.

سلام علی، زما نوم بشیر دی. زما ورور غواړي چې د هغه د منل شوي پناه غوښتنې د غوښتنلیک (اسایلم) په اساس خپل ګرین کارت ترلاسه کړي. په ویب پاڼه کې لیکل شوي چې ۸۰ سلنه قضیې په ۲۹،۵ میاشتو کې بشپړ کیږي. آیا د ده د ګرین کارت غوښتنلیک په ریښتیا هم دومره وخت په بر کې نیسي؟

اټکل شوی وخت دا منعکس کوي چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په تیرو شپږو میاشتو کې د دغو قضیو څخه ۸۰ سلنه بشپړ کړي دي. هره قضیه بیله وي، او ځینې قضیې ممکن د نورو په پرتله ډیر وخت ونیسي. د پروسې وخت یو اټکل دی، خو دا تضمین نه کوي چې ستاسو د قضیې پریکړه به په ورته وخت کې بشپړه شي.

خو زما د تره زوی متحده ایالاتو ته د راتګ څخه د څو میاشتو په جریان کې خپل ګرین کارت ترلاسه کړ.

علي: ډېر داسي اړخونه (فکتورنه) شته چې د متحده ایالاتو د دولت د پرېکړې وخت اغیزمن کوي، د بیلګې په توګه، ستاسو د تره زوی د کډوالۍ کوم ډول وضعیت لپاره غوښتنه کړې و، او اوس مهال د کډوالۍ کوم وضعیت لري. ډیر داسي شرایط شته چې کولای شي د قضیې د طی مراحل وختونه اغیزمن کړي . که تاسو په دې فکر کې یاست چې ستاسو د قضیې سره څه پیښیږي، نو سپارښتنه کیږي چې تاسو د یو وکیل سره د قضیې د وضعیت د معلومولو په موخه خبري وکړئ تر څو خپل غوښتنلیک تعقیب کړئ. بله ګټوره معلوماتي سرچینه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) د تګلارې لارښود دی چې په هغه کې دا معلومات هم شامل دي چې تاسو د ګرین کارت د تر لاسه کولو لپاره څه وخت پر شرایطو برابر ګڼل کیږی.

سلام علي. زما نو سمیر دی. ولي د قضیو طی مراحل دومره وخت نیسي؟

سمیره، دا ښه پوښتنه ده. زه پوهیږم چې دا حوصله غواړي. د مهاجرت غوښتنلیکونه په متحده ایالاتو کې په بیلابیلو خدماتي مرکزونو کې پروسس یا طی مراحل کیږي. هر مرکز ستاسو د کډوالۍ د کټګورۍ او ستاسو د استوګنې د وضعیت په اساس ستاسو قضیه څیړي. د بیلګې په توګه، د دایمي اقامې غوښتنلیکونه ډیر دي او ځینې مرکزونه د حد څخه اضافه غوښتنلیکونه ترلاسه کوي.

د طی مراحل وخت پدې پورې هم اړه لري چې آیا ستاسو د غوښتنلیک د تصویب لپاره مرکه هم اړینه ده کنه. که تاسو باید په مرکه کې ګډون وکړئ، ستاسو د طی مراحل وخت به په دې پورې اړه ولري چې همغه دفتر ستاسو د مرکې وخت څومره ژر ټاکلی شي او څومره نور کسان ستاسې څخه وړاندې انتظار کوي. دا فکتورونه کولای شي د غوښتنلیک پروسه وځنډوي.

ایا کومه لاره شته چې زما غوښتنلیک بل خدماتي مرکز ته انتقال شي او زما دقضیې پروسه هلته ګړندۍ شي؟

نه. تاسو د لیږد غوښتنه نشئ کولای، خو په ځینو مواردو کې، تاسو کولای شئ د خپل غوښتنلیک د چټکتیا غوښتنه وکړئ. دا سپارښتنه کیږي چې له خپل وکیل څخه وپوښتئ چې ایا ستاسو غوښتنلیک د دې وړ دی چې ګړندی شي او یا هم مخکې تر مخکې، ډیرو نورو افغانانو د قضیو په څیر، ګړندی شوي دی. په یاد ولرئ، د افغان اتباعو ځینې غوښتنلیکونه باید د وکیل لخوا په نښه شي ترڅو لومړیتوب ورکړل شي.

سلام علي. زما نوم شاکره ده. زه نشم کولای د دغه انټرنیټي وسیلې په ذریعه خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیک (فورم I-589 ) د طی مراحل وخت وګورم.

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) سیسټم د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په مختلف ډول طی مراحل کوي، په همدې اساس تاسو نشئ کولای د انټرنیټ د لارې د پناه غوښتني د غوښتنلیکونو د طی مراحل وختونه معلوم کړئ.

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره (USCIS) د نورو خلکو په پرتله د ځینو افغانستان اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په چټکۍ سره طی مراحل کوي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره (USCIS) هڅه کوي چې د غوښتنلیک د ثبت څخه وروسته د ۴۵ ورځو په جریان کې د یوې مرکې نېټه و ټاکي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په پام کې لري چې د افغان اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه، وروسته له هغه چې دغه اداره یې تر لاسه کړي، د ۱۵۰ ورځو په اوږدو کې طی مراحل کړي. ددې ترڅنګ، داسي استثنایی شرایط او د پروسې په وړاندې ځنډ شته چې له امله یې ممکن ستاسو د غوښتنلیک طی مراحل ډیر وخت په بر کې ونیسي.

پداسې حال کې چې تاسو نشئ کولای دا معلومه کړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې کیس څومره وخت نیسي، تاسو کولای شئ د قضیې د وضعیت په کتلو سره دا معلومه کړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک په کوم حالت کې دی. دغه لارښود ددغه لینک (https://ilsaa.acf.hhs.gov) له لاری تعقیب کړئ ترڅو خپل د قضیې وضعیت وګورئ.

تاسو یا ستاسو وکیل هم کولای شئ د قضیې د وضعیت د معلومولو په موخه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ته استعلام وسپارئ . لاندې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په ویب پاڼه کې موجوده امکانات کتلای شئ. دا سپارښتنه کیږي چې د یو وکیل په مرسته خپل استعلام وسپارئ .

Back to top