زه څنګه قضیه طی مراحل کړم؟ «سلام، زه علي یم. زه به دلته ستاسو سره د هغو مهمو موضوعاتو په برخه کې مرسته وکړم چې تاسو یې ښايي د خپل وکیل سره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ته د غوښتنلیکونو د سپارلو پر مهال د مباحثې په موخه شریک کړئ. ستاسو د غوښتنلیک (یا غوښتنلیکونو) د وضعیت معلومول دا یوه عادي خبره ده چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) سره د خپل غوښتنلیک پایلې ته د انتظار پر مهال څه نا څه اندیښمن و اوسئ. علي کولای شي ستاسو سره ستاسو د غوښتنلیک د وضعیت په چک کول یا معلومولو کې مرسته وکړي، او دا معلومه کړي چې ولې ستاسو غوښتنلیک د توقع خلاف ډېر وخت په بر کې نیسي. مینه : سلام علي. زما نوم مینه ده. زه څنګه پوهه شم چې زما د ګرین کارت د غوښتنلیک پروسه به څومره وخت ونیسي؟ علي : د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره (USCIS) ډېر داسي د ځاني خدماتو (Self Service) اختیارونه یا آپشنونه لري چې له لارې کیدلای شي د ګرین کارت او نورو غوښتنلیکونو د طی مراحل وختونه او نور اړوند معلومات معلوم کړل شي. دغه انټرنیټي د ځاني خدماتو وسیلې په انګلیسي ژبه دي. که ددغه وسیلو د کارولو سره راحته نه یاست، تاسو کولای شئ له خپل وکیل څخه غوښتنه وکړئ چې ستاسو د قضیې د طی مراحل (پروسس) وخت درته معلوم یا چک کړي. مینه : زه څنګه کولای شم چې د ا انټرنیټي وسیله وکاروم؟ علي : په دې اړه به زه مرسته در سره وکړم. لومړی، تاسو باید د خپلې قضیې د ډول یعني «Case Type» په اړه ځینې معلومات، چې د اقدام په خبرتیا «Notice of Action» سند کې موندلای شی ، را ټول کړئ. تاسو باید د فورمې د نوعیت، د قضیې د نوعیت، رسید نمبر، د رسید نېټه، او د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) د دفتر په اړه معلومات د ځان سره ولرئ. علي: وروسته به خپل دغه معلومات د قضیې د طی مراحل د وخت معلومولو په وسیله کې ولیکئ. څنګه کولای شئ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) د طی مراحل په وختونو پوه شئ بشیر: سلام علی، زما نوم بشیر دی. زما ورور غواړي چې د هغه د منل شوي پناه غوښتنې د غوښتنلیک (اسایلم) په اساس خپل ګرین کارت ترلاسه کړي. په ویب پاڼه کې لیکل شوي چې ۸۰ سلنه قضیې په ۲۹،۵ میاشتو کې بشپړ کیږي. آیا د ده د ګرین کارت غوښتنلیک په ریښتیا هم دومره وخت په بر کې نیسي؟ علي : اټکل شوی وخت دا منعکس کوي چې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په تیرو شپږو میاشتو کې د دغو قضیو څخه ۸۰ سلنه بشپړ کړي دي. هره قضیه بیله وي، او ځینې قضیې ممکن د نورو په پرتله ډیر وخت ونیسي. د پروسې وخت یو اټکل دی، خو دا تضمین نه کوي چې ستاسو د قضیې پریکړه به په ورته وخت کې بشپړه شي. بشیر: خو زما د تره زوی متحده ایالاتو ته د راتګ څخه د څو میاشتو په جریان کې خپل ګرین کارت ترلاسه کړ. علي: ډېر داسي اړخونه (فکتورنه) شته چې د متحده ایالاتو د دولت د پرېکړې وخت اغیزمن کوي، د بیلګې په توګه، ستاسو د تره زوی د کډوالۍ کوم ډول وضعیت لپاره غوښتنه کړې و، او اوس مهال د کډوالۍ کوم وضعیت لري. ډیر داسي شرایط شته چې کولای شي د قضیې د طی مراحل وختونه اغیزمن کړي . که تاسو په دې فکر کې یاست چې ستاسو د قضیې سره څه پیښیږي، نو سپارښتنه کیږي چې تاسو د یو وکیل سره د قضیې د وضعیت د معلومولو په موخه خبري وکړئ تر څو خپل غوښتنلیک تعقیب کړئ. بله ګټوره معلوماتي سرچینه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) د تګلارې لارښود دی چې په هغه کې دا معلومات هم شامل دي چې تاسو د ګرین کارت د تر لاسه کولو لپاره څه وخت پر شرایطو برابر ګڼل کیږی. د قضیې طی مراحل څه ډول ده؟ سمیر: سلام علي. زما نو سمیر دی. ولي د قضیو طی مراحل دومره وخت نیسي؟ علي : سمیره، دا ښه پوښتنه ده. زه پوهیږم چې دا حوصله غواړي. د مهاجرت غوښتنلیکونه په متحده ایالاتو کې په بیلابیلو خدماتي مرکزونو کې پروسس یا طی مراحل کیږي. هر مرکز ستاسو د کډوالۍ د کټګورۍ او ستاسو د استوګنې د وضعیت په اساس ستاسو قضیه څیړي. د بیلګې په توګه، د دایمي اقامې غوښتنلیکونه ډیر دي او ځینې مرکزونه د حد څخه اضافه غوښتنلیکونه ترلاسه کوي. د طی مراحل وخت پدې پورې هم اړه لري چې آیا ستاسو د غوښتنلیک د تصویب لپاره مرکه هم اړینه ده کنه. که تاسو باید په مرکه کې ګډون وکړئ، ستاسو د طی مراحل وخت به په دې پورې اړه ولري چې همغه دفتر ستاسو د مرکې وخت څومره ژر ټاکلی شي او څومره نور کسان ستاسې څخه وړاندې انتظار کوي. دا فکتورونه کولای شي د غوښتنلیک پروسه وځنډوي. سمیر : ایا کومه لاره شته چې زما غوښتنلیک بل خدماتي مرکز ته انتقال شي او زما دقضیې پروسه هلته ګړندۍ شي؟ علي: نه. تاسو د لیږد غوښتنه نشئ کولای، خو په ځینو مواردو کې، تاسو کولای شئ د خپل غوښتنلیک د چټکتیا غوښتنه وکړئ. دا سپارښتنه کیږي چې له خپل وکیل څخه وپوښتئ چې ایا ستاسو غوښتنلیک د دې وړ دی چې ګړندی شي او یا هم مخکې تر مخکې، ډیرو نورو افغانانو د قضیو په څیر، ګړندی شوي دی. په یاد ولرئ، د افغان اتباعو ځینې غوښتنلیکونه باید د وکیل لخوا په نښه شي ترڅو لومړیتوب ورکړل شي. د پناه غوښتنې (اسایلم) د غوښتنلیکونو د طی مراحل وختونه شاکره :سلام علي. زما نوم شاکره ده. زه نشم کولای د دغه انټرنیټي وسیلې په ذریعه خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیک (فورم I-589 ) د طی مراحل وخت وګورم. علي : د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) سیسټم د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په مختلف ډول طی مراحل کوي، په همدې اساس تاسو نشئ کولای د انټرنیټ د لارې د پناه غوښتني د غوښتنلیکونو د طی مراحل وختونه معلوم کړئ. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره (USCIS) د نورو خلکو په پرتله د ځینو افغانستان اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په چټکۍ سره طی مراحل کوي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو اداره (USCIS) هڅه کوي چې د غوښتنلیک د ثبت څخه وروسته د ۴۵ ورځو په جریان کې د یوې مرکې نېټه و ټاکي. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په پام کې لري چې د افغان اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه، وروسته له هغه چې دغه اداره یې تر لاسه کړي، د ۱۵۰ ورځو په اوږدو کې طی مراحل کړي. ددې ترڅنګ، داسي استثنایی شرایط او د پروسې په وړاندې ځنډ شته چې له امله یې ممکن ستاسو د غوښتنلیک طی مراحل ډیر وخت په بر کې ونیسي. پداسې حال کې چې تاسو نشئ کولای دا معلومه کړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې کیس څومره وخت نیسي، تاسو کولای شئ د قضیې د وضعیت په کتلو سره دا معلومه کړئ چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک په کوم حالت کې دی. دغه لارښود ددغه لینک (https://ilsaa.acf.hhs.gov) له لاری تعقیب کړئ ترڅو خپل د قضیې وضعیت وګورئ. تاسو یا ستاسو وکیل هم کولای شئ د قضیې د وضعیت د معلومولو په موخه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ته استعلام وسپارئ . لاندې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په ویب پاڼه کې موجوده امکانات کتلای شئ. دا ګرافیک په دري او پښتو ژباړل شوی ترڅو ستاسو سره مرسته وکړي چې کوم امکانات شته. دا سپارښتنه کیږي چې د یو وکیل په مرسته خپل استعلام وسپارئ . وکیل ته اړتیا لرئ؟ ایلسا (ILSAA) پروژه پر شرایطو برابر افغانانو ته وړیا حقوقي خدمات وړاندې کوي. د نورو معلوماتو لپاره، موږ ته په دغه ۸۳۳۲۸۶۰۸۶۳ وړیا شمېره زنګ ووهئ او یا هم خپل نوم، د ټیلیفون شمیره او خپل د خوښي وړ ژبه، دغه ILSAAinfo@icf.com بریښنالیک ته واستوئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ د معلوماتي سرچینو د کتابتون څخه لیدنه وکړئ.