ایلسا (ILSAA) څنګه مرسته کولای شي؟

خوښ یم چې تاسې دا پوښتنه وکړه! ایلسا (Immigration Legal Services for Afghan Arrivals - ILSAA) یعني د نویو راغلي افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدمات. مونږ پر شرایطو برابر نويو راغلو افغانانو (Eligible Afghan Arrivals – EAAs) سره حقوقي خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې مرسته کو تر څو دوی وکولای شي د متحده ایالاتو د مهاجرت په حقوقي سیستم کې خپل ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي. همدا راز، موږ د متحده ایالاتو په کچه د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکو ملاتړ کوو او هغوی ته روزنې او معلوماتي سرچینې وړاندي کوو تر څو د نویو راغلي افغانانو سره مرسته وکړي.

پر شرایطو برابر نوي راغلي افغانان (Eligible Afghan Arrivals) څوک دي؟

تاسو هغه وخت یو پر شرایطو برابر نوي راغلي افغان ګڼل کیږې که تاسو د بشردوستانه پرول وضعیت لرونکي یاست، کم عمره افغان ماشوم و اوسئ، او یا هم داسې پر شرایطو برابر وضعیت ولرئ چې د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) د تګلارې په 22-01 کې تعریف شوی وي.

حقوقي خدمات څومره لګښت لري او څه ډول خدمات پکې شامل دي؟

علي: د ایلسا (ILSAA) حقوقي خدمات پر شرایطو برابر نویو راغلو افغانانو لپاره وړیا دي. ايلسا د دایمي اقامې د تر لاسه کولو د لارو چارو، د کورنۍ بیا یوځای کیدنې ، لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت(TPS) ، او ورته نورو مسایلو اړوند خدمات وړاندې کوي. کله چې مونږ دا تایید کړو چې تاسو پر شرایطو برابر یاست، مو‌نږ به ستاسې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره تاسې د حقوقي خدماتو د وړاندې کوونکو سره وصل کړو.

زما انګليسي ډېره ښه نه ده. ایا تاسو ژباړونکي لرئ؟

علي: هو، مونږ ژباړونکي لرو! زمونږ خدمات د پښتو او دري ژبو په شمول د افغانستان په ټولو ژبو وړاندې کیږي.

زما خور ما ته د ایلسا په اړه وویله، او زه چمتو یم چې حقوقي مرسته ترلاسه کړم. د کوم ځای څخه یې پیل کړم؟

مونږ ته په ۰۸۶۴-۲۸۶-۸۳۳ وړیا شمېره زنګ ووهئ او یا هم خپل نوم، د ټیلیفون شمیره او خپل د خوښي وړ ژبه ILSAAinfo@icf.com بریښنالیک ته را واستوئ. د ایلسا د ټیم یو غړی به لومړی ځان مطمئن کړي چې آیا تاسو پر شرایطو برابر یاست او که نه، وروسته به تاسې زمونږ د حقوقي ټیم سره په اړیکه کې کړي.

څه به وشي کله چې زه د حقوقي ټیم سره وګورم؟

ستاسو وکیل به ستاسو په وضعیت باندې ځان پوه کړي او بیا به تاسو ته وړاندیز وکړي چې کوم ډول قضیه ثبت کړئ او کومو اسنادو ته به اړتیا ولرئ.

دا به څومره وخت ونیسي؟

کله چې تاسو خپل اسناد راټول کړل او مونږ ستاسو ټول معلومات تر لاسه کړو، ستاسو وکیل به ستاسو غوښتنلیک ثبت کړي. دغه پروسه معمولاً د ټولو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته څلور اونۍ وخت نیسي.

د غوښتنلیک د ثبتولو وروسته به څومره وخت انتظار وکړم؟

د دې په اړه هیڅ تضمین نشته چې د متحده ایالاتو حکومت لخوا به څومره وخت په بر کې ونیسي تر څو یوې پریکړې ته ورسیږي. څومره ژر چې امکان ولري د ایلسا حقوقي ټیم به تاسې خبر کړي.

که چېرې زه کومه پوښتنه ولرم څه باید وکړم؟

علي: ستاسو وکیل به تاسو په دې پوه کړي چې څنګه د دوي سره اړیکه نیولی شئ او څه وخت باید دوی ته د ځینو مهمو معلوماتو په اړه راپور ورکړئ. د مثال په توګه، که چیرې تاسو د یو ځای څخه بل ځای ته کډه وکړئ او ادرس مو نوی شي. همدارنګه د ایلسا ویب پاڼه(https://ilsaa.acf.hhs.gov) یوه ښه معلوماتي سرچینه ده. د ایلسا په اړه د نورو معلوماتو لپاره په انګلیسي، دري یا پښتو ژبو دغه لنډه ویډیو وګورئ. د حقوقي خدماتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ. د لازیاتو تفصیلي معلوماتو لپاره زموږ د معلوماتي سرچینو د کتابتون څخه لیدنه وکړئ.

بیرته پاسنی برخی ته تګ