Skip to content
Logo for ILSAA - Immigration Legal Services for Afghan Arrivals
ILSAAinfo@refugees.org
833-286-0864
  • کور پاڼه
  • زموږ په اړه
  • نوي راغلي افغانان
  • د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکي
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د دې پاڼې خپاره شوې مطالب د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۱۳مې نیټې پورې تازه شوي دي، او له دې نېټې وروسته به نور مواد ور اضافه نشي.

ایلسا (ILSAA) به د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۹مه نیټه د قضیو (کیسونو) اخیستل بند کړي

ILSAA Will Stop Taking Cases on September 29, 2024
دا انځور په مستقیم ډول ډاونلوډ (کښته) کړئ
Share on Facebook Share to Facebook
Share on X Share to X
Share on LinkedIn Share to LinkedIn

مهم او تازه معلومات

ایلسا (ILSAA) د متحده ایالاتو د حکومت لخوا تمویل کیږي، او دا تمویل د محدود وخت لپاره شتون لري. د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۲۹ مه نیټه به د خدماتو د غوښتنې لپاره وروستۍ ورځ وي. مهرباني وکړئ، مونږ ته د خدماتو د غوښتلو لپاره په دغه آدرسILSAAinfo@icf.com بریښنالیک راولیږئ یا دې وړیا شمیرې 833-286-0864 ته زنګ ووهئ.

که تاسو یو افغان یاست او حقوقي خدماتو ته اړتیا لرئ او لا مو زمونږ سره اړیکه نده نیولې، نو مهرباني وکړئ د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د ۲۹مې ڼېټې د شپې تر ۱۲ بجو پوري زمونږ سره اړیکه ونیسئ.

که تاسو وار دمخه د ایلسا (ILSAA) سره اړیکه نیولې وي، نو موږ به ژر له تاسو سره د راتلونکو ګامونو په اړه تماس ونیسو. مهرباني وکړئ د ایلسا (ILSAA) ټیم څخه د پیغامونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې د اړیکې وسیلې په دوامداره توګه وڅارئ.

که تاسو ته مخکې له مخکې د ایلسا (ILSAA) له خوا یو وکیل ګمارل شوی وي، نو د هر ډول پوښتنو لپاره له هغه سره اړیکه ونیسئ.

مهرباني وکړئ دا معلومات له هر هغه چا سره شریک کړئ چې ښایي ورته ګټور وي.

نور معلومات دلته ترلاسه کړئ: https://ilsaa.acf.hhs.gov/ps/#intake-stoppage

همدارنګه، مونږ په ملی کچه د معلوماتي سرچینو یو هر اړخیز لیست ترتیب کړی چې د حقوقي خدماتو، هستوګنې، روغتیا، مرستو، زده کړو او نورو برخو کې ستاسې سره مرسته کوي. تاسو کولای شئ هر وخت د خپل ایالت د کډوالۍ ایالتي همغږي کوونکي دفتر څخه پوښتنې وکړئ یا د اضافي ملاتړ لپاره اړیکه ونیسئ.


د متن بدیل: ایلسا (ILSAA) به د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۹مه نیټه د قضیو (کیسونو) اخیستل بند کړي.

ایلسا – (ILSAA) یوازې د محدود وخت لپاره مالي تمویلیږي او دا مهال د حقوقي خدماتو لپاره نوې غوښتنلیکونه نه قبلوي. موږ اوس په دې تمرکز کوو چې خپلو موجوده موکلینو ته خدمات وړاندې کړو. مونږ د ایلسا (ILSAA) - د معلوماتي سرچینو د نوي کولو په حال کې یو ترڅو دغه بدلون پکې منعکس شي .

ILSAA Logo

موږ ته ایمیل وکړئ: ILSAAinfo@refugees.org
موږ ته په وړیا ډول زنګ ووهئ: 833-286-0864

ددې ویب سایټ مطالب یوازي د معلوماتو په موخه شریک کیږي او باید د هیڅ حقوقي مشورې اړوند موضوعات ور څخه گـټه و نه اخیستل شي. د کډوالو او مهاجرت لپاره د متحده ایالاتو کمېټې ( یو اس سی آر آی- USCRI ) خپل مالي تمویل د ازادي سیالۍ له لارې د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدماتو وزارت د ماشومانو او کورنیو ادراې څخه د 140D0423C0027 قرارداد په وسیله تر لاسه کړی دی.. د نوي راغلو افغانانو لپاره د حقوقی خدماتو پروژه (آی ایل اس ای ای- ILSAA ) سل سلنه (٪۱۰۰) د امریکا متحده ایالاتو فډرالحکومت لخوا تمویلیږي. د دې وب سایت محتویات یوازي د لیکوالانو مسؤولیت دی او لزوما د امریکا متحده ایالاتونو د روغتیا او بشري خدماتو د وزارت د ماشومانو او کورنیو ادارې د رسمي نظریاتو استازیتوب نه کوي.

USCRI Logo
لاس رسی | خبرتیا او د فدرالي کارکوونکو د تبعیض او غچ اخیستني ضد قانون (No FEAR Act) | د محرمیت تګلاره | د معلوماتو د آزادۍ قانون |
د روغتیا او بشري خدماتو وزارت د زیانمنتیا د افشا کولو تګلاره | د مسئولیتونو رفع