د مهاجرت حقوقي خدمات
د نويو راغلو افغانانو لپار
ایلسا - (ILSAA) په ټول هیواد کې، پر شرایطو برابر افغانانو ته وړیا حقوقي خدمات وړاندي کوي ترڅو هغوی وکولای شي د امریکا متحده ایالاتو د مهاجرت په قانوني سیستم کې خپله لاره پیدا کړي. همدارنګه موږ د حقوقي خدماتو د وړاندي کوونکو د ظرفیت جوړونې په برخه کې کار کوو تر څو د شرایطو وړ افغانانو ته په ښه توګه خدمات وړاندې کړي.
موږ چا ته خدمات وړاندي کوو
د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکي
زموږ دفدرال حکومت لخوا تمویل شوي شبکې سره یوځای شي ترڅو سرچینې (معلومات) او روزنېز فرصتونو ته لاس رسی پیدا کړی او همدا راز د نورو حقوقي خدماتو د وړاندي کوونکو سره اړیکې ټينګې کړئ.
نور دلته زده کړئنوي راغلي افغانان
د مسلکي او مجربو حقوقي خدماتو وړاندي کوونکو څخه د وړیا حقوقي خدماتو غوښتنه وکړئ او د کډوالۍ اړوند ژباړل شوي حقوقي معلوماتو ته لاس رسی ومومئ.
نور دلته زده کړئموږ څوک یو
په لسګونو زره را ایستل شوي افغانان اوس د امریکا په متحده ایالاتونو کې د پناه غوښتلو په لټه کې دي. ډیر نوي راغلي افغانان، د بشردوستانه پرول وضعیت لرونکو په شمول،دلته د دایمي اوسیدو لپاره د پیچلي حقوقي ننګونو سره مخ دي.
ایلسا -(ILSAA) په وړیا توګه د مهاجرت حقوقي خدماتو په وړاندي کولو سره د شرایطو وړ افغانانو سره مرسته کوي تر څو د امریکا د مهاجرت په قانوني سیستم کې خپل لاره پیدا کړي. موږ همدارنګه د امریکا په ټولو ایالاتونو کې د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکو ته روزنې، معلوماتي مواد، سرچینې، د نورو همکارانو سره د اړېکو جوړولو زمینې په برخو کې په دوامداره توګه مرستې وړاندي کوو تر څو دوي وکولای شي په ښه توګه د شرایطو وړ افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.
ایلسا -(ILSAA) د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر - (ORR ) لخوا تمویل، او د کډوالو او پناه غوښتنکو لپاره د متحده ایالاتو کمیټې -(USCRI ) لخوا تطبیقیږي.
![](https://ilsaa.acf.hhs.gov/wp-content/uploads/2024/07/icon_intake-stoppage.png)
مهم معلومات!
د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت د حقوقي خدماتو پروژه ایلسا (ILSAA) به د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۲۹ مې نېټې پورې نوي قضیې و مني. ایلسا (ILSAA) د متحده ایالاتو د حکومت لخوا تمویل کیږي، او دا بودجه د محدود وخت لپاره شتون لري.
مونږ به تاسې د دې پروسې په جریان کې باخبره وساتوو. مونږ ستاسې د صبر- حوصلې او په داسې حالاتو کې ستاسو د درک منندویه یوو.