د مهاجرت حقوقي خدمات د نويو راغلو افغانانو لپار
د ۲۰۲۲ کال راهیسې، ایلسا (ILSAA) په ټول هېواد کې په شرایطو برابر نوي راغلو افغانانو(EAAs) ته وړیا حقوقي خدمات وړاندې کړي تر څو هغوی سره د متحده ایالاتو د کډوالۍ د حقوقي سیستم په سم ډول تعقیبولو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر ۲۹مه نېټې را وروسته د ایلسا (ILSAA) سره د اړیکې نیولو په اړه مهم معلومات
د ایلسا (ILSAA) پروژې د پیل راهیسې،د ۱۰,۰۰۰ څخه زیاتو وړ افغانانو ته د حقوقي خدمتونو په برابرولو کې مرسته کړې ده. دا چې ایلسا (ILSAA) د حکومت لخوا د محدودې مودې لپاره تمویل شوی پروګرام دی، نو مونږ نور د حقوقي خدمتونو لپاره نوی غوښتنې نه منو. د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۲۹مه به د ایلسا (ILSAA) پروژه پای ته ورسیږي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې زمونږ د برېښنالیک ادرس بدل شوی دی. اوسني موکلین او همکاران کولای شي خپل پیغامونه مونږ ته د ILSAAinfo@refugees.org بریښنا لیک آدرس له لارې را واستوي. د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر د میاشتې د ۲۹مې نېټې وروسته به د دغه بریښنالیک انباکس نور و نه څارل شي او نه به هم نورو سوالونواوغوښتونو ته ځواب ورکړل شي.
که تاسو د ایلسا وړیا حقوقي خدمتونو لپاره غوښتنه کړې او تاسو ته یو وکیل ټاکل شوی دی، نو مهرباني وکړئ په مستقیم ډول له خپل وکیل سره اړیکه ونیسئ.
که تاسو د ایلسا وړیا حقوقي خدمتونو لپاره د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر تر ۲۹مې نېټې مخکې غوښتنه کړې وي او د وکیل ټاکلو په تمه یاست، یو تن زموږ د حقوقي ټیم څخه به له تاسو سره د هغه ټیلیفون شمېرې یا برېښنالیک له لارې چې تاسو مونږ ته راکړی وي، ژر تر ژره اړیکه ونیسي. مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ټیلیفون د غږیزو پیغامونو (voicemail) د ترلاسه کولو لپاره سم تنظیم شوی دی.
که تاسو د سپتمبر تر ۲۹مې نېټې مخکې د خدماتو غوښتنه کړې وي او د خپل ټاکل شوي وکیل له خوا د اړیکې په تمه یاست، نو مهرباني وکړئ زغم ولرئ. دا پروسه تر ۶۰ ورځو پورې وخت نیولی شي ترڅو تاسو د حقوقي خدمتونو د چمتو کوونکي سره وصل شئ.
که تاسو وکیل نه لرئ او د خپلې کډوالۍ د حالت لپاره د حقوقي مرستې په لټه کې یاست، تاسو کولای شئ د خپل ایالت د کډوالو د همغږي کوونکي دفتر سره اړیکه ونیسئ یا د ایلسا وېبپاڼې کې د «د نویو راغلو افغانانو» برخه کې د حقوقي او نورو سرچینو لیست وګورئ.

د ایلسا (ILSAA) کیسې
د افغان موکلینو، وکیلانو، او نورو له خواه د ایلسا (ILSAA) په اړه کیسې ولولئ.
معلومات او سرچینې دلته ومومئ
د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکي
د تازه معلوماتو او ګټورو وسیلو یو ترتیب شوي لېست ته لاسرسی ومومئ ترڅو تاسو سره د افغان کډوالو لپاره د کډوالۍ د حقوقي خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
نور دلته زده کړئافغان مهاجرین
دلته داسي معلومات او سرچینې ترلاسه کړئ چې د کډوالۍ، د قضیو د مدیریت، د کورنۍ سره د بیا یوځای کېدو او نورو برخو کې ستاسو مرسته وکړي.
نور دلته زده کړئ