څنګه کولای شم چې خپله کورنۍ متحده ایالاتو ته راولم؟

د افغانانو لپاره د کورنۍ سره بیا یوځای کیدنه یوه پیچلې پروسه (بهیر) دی. علي پدې اړه، دغه ویبپاڼه کې ځینې عامو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. د کورنۍ سره د بیا یوځای کیدنې په اړه، د نورو جزیاتو لپاره «د کډوالې د وضعیت په اساس د نویو راغلو افغانانو سره د هغوې د کورنیو بیا یوځای کیدنه “ وګورئ. او یا هم د نویو راغلو افغانانو لپاره د کډوالۍ حقوقي خدمات پروژې ایلسا-ILSAA)) په اړه ویډیو پدی لینک «د نویو راغلو افغانانو لپاره د کورنۍ سره د بیا یو ځای کیدنې په اړه معلومات» کې وګورئ .

که تاسو د حقوقي مرستو یو وړاندې کوونکي یاست، پدی اړه د ایلسا- (ILSAA) له لورې دغه ویډیو وګورئ «د کورنۍ سره د بیا یو ځای کیدنې په اړه د نویو راغلو افغانانو سره مرسته وړاندې کول»

د قانوني دایمي هستوګنو سره د کورنۍ بیا یوځای کیدنه

د ګرین کارت ترلاسه کول مو مبارک شه! هو، ستاسو خاوند او مجرد اولادونه، چې لا یې د ۲۱ کلنۍ عمر نه وي بشپړ کړی، کولای شي ستاسو سره یوځای شي. که تاسې لوی مجرد زامن یا لوڼې لرې، هغوی هم ښایي ستاسې سره یوځای شي. خو هغوی باید د ویزې د ترلاسه کولو لپاره اوږد انتظار وکړي.

دا ډېر ښه خبر دی. زما زوی ۸ کلن او لور مې ۶ کلنه ده. نو څنګه پیل وکړم؟

د I-130 فورمه د بهر مېشت کورنۍ د غړو د غوښتنې فورمه (Petition for Alien Relatives) ډکه او وسپارئ. که هغه ومنل شي، د متحده ایالاتو حکومت به ستاسې د کورنۍ د غړو سره د ویزې لپاره د غوښتنلیک د سپارلو په موخه اړیکه ونیسي. که تاسې ګرین کارت د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV)لرونکي یا د کډوالۍ د وضعیت، یا پناه اخیستنې (اسایلم) په اساس ترلاسه کړې وي، ښایي نورې لارې-چارې، لکه د I-730 یا I-824 فورمې، هم موجودې وي چې له لارې یې خپل خاوند او اولادونه متحده ایالاتو ته راوستلی شئ.

ډېره مننه، علي. دا منطقي خبره ده. زه به د I-130 فورمې د ډکولو په موخه د مرستې په خاطر د خپل وکیل سره اړیکه ونیسم. زه به ترې دا هم وپوښتم که داسې نورې لارې -چارې وي چې زه وکولای شم د خپلې کورنۍ لپاره غوښتنلیک وسپارم. ایا پدې اړه کوم فیسونه یا لګښت شته؟

هو، تاسې کولای شئ پدې اړه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو د ادارې د فیسونو محاسب USCIS Fee Calculator وکاروې ترڅو د I-130 فورمې لګښت وګورې. ښایي د فیس معافیت هم موجوده وي. ستاسو وکیل کولای شي دغوښتنلیک- سپارلو بهیر کې ستاسې سره مرسته وکړي.

ما اورېدلي چې زه باید دا په ډاګه کړم چې زه لازم مالي امکانات لرم ترڅو په متحده ایالاتو کې د هغوی مالي ملاتړ او پالنه وکړم. ایا دا سمه ده؟

که تاسو د I-130 فورمه وسپارې، باید د I-864فورمه ( د مالي ملاتړ د لوظنامې) فورمه هم ډکه کړې ترڅو وښایاست چې تاسې په متحده ایالاتو کې د هغوې پالنه او مالي ملاتړ توان لرئ. که تاسې د I-730 (Affidavit of Relationship)فورمې د ډکولو لپاره پر شرایطو برابر یاست، بیا نو تاسې مجبور نه یاست چې خپل مالي امکانات وښایاست.

یوه بله پوښتنه، علي! زما د تره زوی (سعید) هم په افغانستان کې کورنۍ لري. هغه د ځانګړې د کډوالۍ ویزه (SIV) ترلاسه کړې وه خو دا مهال قانوني دایمي اوسیدونکی دی. ایا هغه هم کولای شي همدا فورمه وکاروي؟

علي: د ځانګړې کډوالۍ ویزې قضیې د قانوني وضعیت په بدلون او د کورنۍ سره د اړیکې د پیل کیدو له مخې توپیر لري. که سعید متحده ایالاتو ته د ځانګړې د کډوالۍ ویزې(SIV) په اساس راغلی وي، هغه د کورنۍ سره د یوځای کیدو تعقیبي (follow-to-join) پروسه کارولی شي. که هغه د راتګ وروسته د ځانګړې د کډوالۍ ویزې پروسې ته خپل وضعیت بدل کړی وي، پکار ده چې د I-824 فورمه وکاروي.

سعید ښایي نور انتخابونه هم ولري لکه د I-130 فورمه یا د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP). هغه کولی شي د خپل وکیل سره د نورو انتخابونو په اړه مشوره وکړي.

د پناه اخیستونکي او کډوالو سره د کورنۍ بیا یوځای کیدنه

سلام، علي. په دې وروستیو کې زما پناه غوښتنه (اسایلم) منظور شوه. زما میرمن او درې لوڼې لا هم په افغانستان کې دي. ایا هغوی کولای شي زما سره په متحده ایالاتو کې یوځای ژوند وکړي؟

علي: دا ډېر ښه خبر دی، نعیمه! هو، که تاسې اصلي پناه اخیستونکي یا اصلي کډوال یاست، او یا هم تاسې د پناه اخیستنې/کډوالۍ په بنسټ قانوني دایمي اوسیدونکی شوی یاست، تاسې کولای شې د I-730 (د پناه غوښتونکو او کډوالو د خپلوانو لپاره غوښتنلیک -(Refugee/Asylee (Relative Petition فورمه ډکه کړې ترڅو خپله میرمن او نا واده شوي اولادونه چې لا 21 کلن شوي نه وي، د پناه غوښتونکي یا کډوال په توګه متحده ایالاتو ته راولئ.

هغه کسان چې متحده ایالاتو ته د کډوالو په توګه داخل شوي وی او د هغوې کورنۍ د افغانستان څخه بهر اوسیږي، کولای شي د بیا میشتیدنې ادارې(Resettlement Agency) په مرسته، د خپلې کورنۍ د غړو لپاره دDS-7656 فورمه وکاروي. د دواړو (- I-730 او DS-7656 -) فورمو څخه هره یوه د خپلو- خپلوانو لپاره وسپارې، کوم فرق نه کوي. تاسې د یوې فورمې د کارولو پورې تړلي نه یاست.

ایا د فورمو د سپارلو لپاره کوم ټاکلی وخت موجود دی؟

تاسې باید د پناه اخیستنې د قبولۍ یا د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته د داخلیدو څخه د دوو کلونو په موده کې د I-730 فورمه وسپارې. که د I-730 فورمه مو ومنل شوه، د متحده ایالاتو حکومت به تاسې او ستاسو د کورنۍ د غړو سره د مرکې د وخت ټاکلو لپاره اړیکه ونیسي. دا اړینه ده، مخکې له دې چې تاسې د I-730 فورمه وسپارئ، تاسې باید سیاسي پناه اخیستي وي یا د کډوال په توګه رسما منل شوی اوسئ. که د پناه اخیستنې د منلو څخه مخکې د I-730 فورمه وسپارئ، ښایي رد شي.

ښه ده، د وضاحت لپاره مننه. یوه بله پوښتنه. ایا د فورمې د سپارلو لپاره فیسونه لازم دي؟

د اوس لپاره نه. مهرباني وکړئ د I-730 فورمې د سپارلو په اړه د زیاتو معلوماتو لپاره USCIS Form I-730 website ویبپاڼه وګورئ.

نعیم: دا ښه خبر دی. مننه علي!

د پرول وضعیت لرونکو لپاره د کورنۍ د بیا یو ځای کیدنې اړوند

سلام، علي. زه په ۲۰۲۱ کې د پرول وضعیت لرونکي په توګه متحده ایالاتو ته راغلی یم. زما میرمن او زوی لا هم په افغانستان کې دي. ایا هغوی کولای شي زما سره متحده ایالاتو کې یوځای شي؟ زما زوی اوس ۲۱ کلن دی. زه اندیښمن یم چې هغه به ونشي کړای چې راشي .

ستا میرمن او نا واده شوي اولادونه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۴مې نیټې پورې یې د ۲۱ کلنۍ عمر نه وی بشپړ کړی، ښایي تاسو سره یوځای شي. ستا زوی د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۴مې نیټې پورې څو کلن و؟

زما زوی په ۲۰۲۱ کال د جولای ۴مه ۱۹ کلن و.

ښه! بیا تاسې کولای شئ د هغه لپاره غوښتنلیک وسپارئ چې ستاسې سره یوځای شي.

په دې خبره دي هوسا کړم. زه څنګه پیل وکړم؟

تاسې کولای شئ د کورنۍ د هغه غړو لپاره چې د متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوي، د DS-4317 فورمه (د پرول وضعیت لرونکو افغانانو سره د کورنۍ د نږدې غړو د یو ځای کیدنې ) وکاروئ. که د متحده ایالاتو حکومت ستاسو د کورنۍ د غړو سره د افغانستان څخه په وتلو کې مرسته وکولای شي، ستاسو د کورنۍ غړي به یو بل هیواد ته سفر وکړي چیرې چې هغوی د کډوالۍ یا پرول لپاره وړ کسان وګڼل شي.

زه څنګه کولای شم د DS-4317 فورمه ډکه کړم؟

تاسې باید لومړی د غوښتنلیکونو لپاره د اړوند او لازمو اسنادو راټولول پیل کړئ. په اړینو اسنادو کې د I-94 فورمه، د کار د جواز سند (EAD)، د زیږون یا نکاح خط، تذکره او پاسپورټ شامل دي. که تاسې پدی برخه کې د وکیل څخه مرسته غواړئ، ترې پوښتنه وکړئ چې نور کوم اسناد باید وړاندې کړئ.

مننه. د DS-4317 فورمې د سپارلو لپاره کوم فیس شته؟

علي: نه، تر اوسه پورې نه، خو دا ښایي بدلون ومومي. د نورو معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼه کې د افغانانو لپاره د کورنۍ بیا یوځای کیدنې ویب پاڼه وګورئ.

احمد: ډېره مننه علي!

بیرته پاسنی برخی ته تګ