سعید د یو وکیل په لټه کې دی چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ د سیسټم په اړه ورسره مرسته وکړي. هغه په انګلیسي ژبه ښه خبرې نشي کولی ، او هغه ډاډه نه دی چې په چا باور وکړي. هغه په متحده ایالاتو کې د هغو افغانانو په اړه اوریدلي چې بدې مشورې یې ترلاسه کړې یا د «فریبکارانو» ښکار شوي. دا د دوي د کډوالۍ په قضیه کې ستونزې او ځنډونه رامینځته کړې دي او پیسې یې هم مصرف کړي دي. راځئ وګورو چې سعید څنګه کولای شي ځان له حقوقي درغلیو او ناوړه مشورې څخه ځان وساتې.

سلام، سعيد. ستاسو دا اندیښنه پر ځای ده چې د حقوقي مرستې په لټه کې باید د احتیاط څخه کار واخیستل شي. له بده مرغه، داسې متقلب خلک شته چې ځان د وکیل په توګه معرفي کوي تر څو د افغان مهاجرینو څخه ناوړه کټه پورته کړي، معمولاً د پیسو لپاره.

زه څنګه کولای شم د یو اصلي وکیل او د "جعلي وکیلانو" ترمنځ توپیر وکړم؟

ښه، ښه خبر دا ده که چیری تاسې وپوهیږئ چې کوم شیانو ته متوجه واوسئ، دوی په اسانۍ سره پیژندلای شئ. د مثال په توګه، هر هغه څه چې ناممکن ښکاري یا داسې یو ژمنه چې د منلو وړ نه وي، کیدای شي درغلي وي.

هو، ما په دې اړه اورېدلي دي: زما د يو افغان ملګرى سره یو کس په اړیکه کې شوی و او ورته ویلي یې وه چې په لسو ورځو کې به د متحده ایالاتو تابعيت ورته واخلي. خو دا بیخي ناممکه ده، که څنګه؟

بلکل! دا یو ښه بیلګه ده، ځکه چې دا خورا د واقعیت څخه لرې ښکاري. او دا موږ بلې نقطې ته متوجه کوي هغه دا چې: که څوک ستاسو د قضیې د پایلې تضمین کوي ​​یا تاسو ته وایې چې ستاسو د قضیې په هکله به څومره وخت فیصله کیږي ، نو پوه شئ چې دا د خطر او خبردارۍ نښه ده. اصلي وکیلان نشي کولای چې د طی مراحل د وخت یا د قضیې د پایلو په اړه اټکل یا ژمنې وکړي.

نور داسي څه شته چې باید یې په پام کې ونیسم؟

زما یوه بله ورستۍ مشوره دا ده چې محتاط واوسئ که کوم څوک تاسو ته د کوم احسان/شیرني په بدل کې حقوقي خدمات وړاندېز کوي. د مهاجرت حقوقي وکیلان به هیڅکله د خپلو خدماتو او پایلو په بدل کې احسان/شیرني، رشوت،او یا ظالمانه فیس ونه غواړي. کله چې یو وکیل خپل حقوقي خدمات ستاسو د قضیې د مخته وړلو لپاره تر سره کوي نو پیسې د تادیې یوازینۍ قانوني طریقه ده، او تاسو باید تل د مصارفو اندازه یا فیس په اړه د یوې داسې ادارې یا هغه چا سره چې تاسو باور پرې لرئ،ځان مطمين کړئ. د باور وړ د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکو په اړه نور معلومات د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) په ویب پاڼه کې موندلای شئ.

مننه، علي. د جعلي وکیل د پیژندلو د نښو په اړه زه پوه شوم. آیا داسې نور څه شته چې په تر سره کولو سره یې زه ځان خوندي کړم؟

بلکل، سعیده. یو شی چې تاسو یې د ځان د خوندي ساتلو لپاره باید په پام کې ونیسئ هغه د وکیل څخه ډیري پوښتنې کول دی.

آيا د ډېرو پوښتنو په کولو سره به زما وکيل به ناراحته نشي او یا هم دا وښایې چې زه پرې باور نه لرم؟

که څه هم زه ستاسو دا اندېښنه د درک وړ دی، خو زه تاسو ته دا ډاډ درکوم چې هیڅ مشروع وکیل به ستاسو په ډیرو پوښتونو ناراحته شي. دوی به ستاسو وضعیت درک کړي او په خوښۍ سره به پوښتونو ته ځوابونه ووايي تر څو تاسو ته دا ډاډ در کړي چې تاسو پر هغوی باور وکړئ.

هغوی دا کار څنګه کوي؟

یو مشروع وکیل به ستاسو پوښتنو ته په خوښۍ او پرته له کوم ځنډه ځواب درکړي. نو کله چې هغوی ستاسو سره اړیکه نیسي نو تاسو باید پوښتنه وکړئ چې: «تاسو ولې زما سره اړیکه نیسئ » او دا ومومئ چې دوی څنګه ستاسو د اړیکي (تماس) معلومات موندلي دي.

زه څنګه پوه شم چې هغه څوک چې زما سره اړیکه نیسي د یو مشروع دفتر (سازمان) څخه دی؟

له هغوی څخه وپوښتئ چې دوی د کوم دفتر لپاره کار کوي، او بیا د دې لپاره چې معلومه کړئ چې دا دفتر د کډوالو د بیا میشتیدنې ادارې (ORR) له خوا تمویل شوی او که نه، دغه بریښنالیک ILSAAinfo@icf.com ته بریښنالیک واستوئ. او یا د خپل کډوالۍ ایالتي همغږي کوونکي (State Refugee Coordinator) سره اړیکه ونیسئ او ومومئ چې آیا دا سازمان د دغه ایالت لخوا تمویل کیږي او که نه.

زه داسي افغان ملګري لرم چې د انټرنیټ څخه په استفاده دا معلوموي چې یو څوک په ریښتیا هم هغه کس دی چې ادعا کوي.

یقیناً دا یو ډېر ځیرک کار دی. په حقیقت کې ټول مشروع وکیلان باید په ګوګل کې وموندل شئ ، د دوی نومونه او د اړیکو معلوماتو په انټرنیټ کې لیست شوي دي. تاسو ممکن د دوی څخه د دولتي جواز دلیدو غوښتنه هم وکړئ ، کوم چې ځینې وختونه د «بار کارت» په نوم هم یادیږي. تل د یو احتمالي وکیل څخه پوښتنه وکړئ چې «زه څنګه بیرته له تاسو سره اړیکه ونیسم؟» وکیلان باید خپلو مراجعینو ته د لاسرسي وړ وي او د هغوی سره اړیکه نیول باید ستونزمن کار نه وي.

که زما او یا هم داسې یو کس سره چې زه یې پيژنم، د دغه ډول یو جعلي وکیل له خوا اړیکه ونیول شي، باید څه وکړم؟

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ فدرالي کمېسیون (The U.S. Federal Trade Commission) یو " target="_blank" rel="noopener">ویب پاڼه لري چې د لارې یې د یوې ساده انټرنیټي فورمې په ډګولو سره دغه ډول درغلۍ راپور کیدلای شي. دوی د درغلیو څخه د ځان د خوندي ساتلو د لارو چارو په اړه ښه مشورې هم لري.

زه غواړم چې د دغسي یو کار د پيښیدو مخنیوی په شروغ کې وکړم! ایا د مهاجرت وکیلانو د موندلو لپاره داسې یو باوري سرچینه شته چې په متحده ایالاتو کې د افغانانو په اړه په ځانګړي قوانینو باندې پوه واوسي؟

د نویو راغلي افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدمات ایلسا - (ILSAA) پروژه هغه یو مرجع ده چې د کډوالو د بیا میشتیدنې فدرالي دفتر (ORR) لخوا تمویل شوې، پر شرایطو برابر نوي راغلي افغانانو ته د مهاجرت وړیا حقوقي خدمات وړاندي کوي. د هر ډول پوښتنو لپاره زموږ سره پر دغه بریښنالیک ILSAAinfo@icf.com اړیکه ونیسئ.

بیرته پاسنی برخی ته تګ

ټولې ناسمې حقوقي مشورې یوازي د جعلي وکیلانو له لورې نه وي

کله ناکله ستاسو یو ملګری یا کوم خپلوان ممکن وغواړي تاسو ته د خپلې قضیې د ورته تجربې پر بنسټ مشوره در کړي. دا کسان په صادقانه توګه هڅه کوي چې ستاسو سره مرسته وکړي.

خو د هغه د مهاجرت د وضعیت او غوښتنلیکونو د ټولو جزیاتو په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو پرته، تاسو نشې کولای چې پوه شئ چې آیا تاسو باید د هغه لاره تعقیب کړی او که نه. ډیر څه په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کډوالۍ وضعیت څه دی یا کوم غوښتنلیکونه مو سپارلي دي. او ډیری پریکړې هغې قضیې ته په کتو ترسره کیږي. حتی ستاسو ملګري یا خپلوان چې نیک نظر او نیت لري، کولای شي په اشتباهی ډول ناسمه مشوره درکړي چې کولای شي ستاسو قضیه زیانمنه کړئ او یا یې و ځنډوي.

له همدې امله دا مهمه ده چې هغه مشروع د حقوقي خدماتو وړاندي کوونکي سازمانونه و مومئ چې د حکومتي ادارو لخوا تمویل شوي دي، او د افغانانو لپاره په اوسنې قوانیونو پوه دي.