آیا زه کولای شم د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړم؟

د یو نوي راغلي افغان په توګه ممکن تاسو افغانستان ته (یا بل هیواد ته) د بیا تللو په اړه پوښتنې ولرئ . ښایي تاسو وغواړئ پوه شئ چې ستاسو سفر به په متحده ایالاتو کې ستاسې د دائمي استوګنې په خوندي ساتلو یا ترلاسه کولو باندې څه اغیزه ولري. سفر کولای شي ستاسو پر قضیې باندې منفي اغیز ولري، نو دا خورا مهمه ده چې تاسو د سفر پلان کولو دمخه حقوقي مشوره ترلاسه کړئ.

د پام وړ: د خپل وضعیت اړوند معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د سفر چارټ وګورئ. ځینې اړین ټکي او مقررات شته چې ټول سفر کوونکي باید ترې خبر واوسي. اما دا چې تاسي کوم خطرونه باید پام وکړې هغه ستاسو په وضعیت پورې اړه لري. کیدای شي تاسې ته اړینه وي چې د Form I-131 فورمه (د سفر د سند غوښتنلیک) ډکه کړئ. ځان ډاډه کړئ چې فورمه په سمه توګه او د خپل مهاجرتي وضعیت پر بنسټ ډکه کړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندېنی جدول وګورئ. هغه سفر کوونکي چې متحده ایالاتو ته د سفر د اجازه لیک (Travel Authorization) سره را ستنیږي،هم اړ دي چې د ګمرکاتو او سرحدي خوندیتوب د ادارې (Customs and Border Protection) د څار څخه تیر شي. سربیره پر دې ، د سفر سند درلودل متحده ایالاتو ته د بیرته داخلیدو تضمین نشي کولای. د بیلا بیلو هیوادونو د ویزو د شرایطو او د سفر په اړه د تازه سپارښتونو لپاره د بهرنیو چارو وزارت د سفر لارښود ته مراجعه وکړئ.

خوشحاله شوم چې تاسو دا پوښتنه وکړه! سفر کولای شي په متحده ایالاتو کې د یو کس د دایمي اقامې د تر لاسه کولو بهیر پیچلی کړي.

رښتیا؟دا څنګه؟

د متحده ایالاتو څخه بهر سفر پدې پورې اړه لري چې تاسو کوم غوښتنلیکونه سپارلي دي، آیا دغه غوښتنلیکونه تایید یا قبول شوي دي، او دا چې تاسې د خپل سفر په جریان کې د کومو هیوادونو د لیدولو اراده لرئ.

که زه وغواړم چې د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړم څه باید وکړم؟

که تاسو غواړئ چې د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړئ، د مهاجرت د یو وکیل سره خبرې وکړئ. ستاسو وکیل به وغواړي پدې پوه شي چې تاسو کوم غوښتنلیکونه د متحده ایالاتو دولت ته سپارلي دي، آیا د دې غوښتنلیکونو څخه کوم یو منل شوی دی او که نه. سربیره پر دې، وکیل به دا هم معلومه کړي چې تاسی کومو اسنادو ته ضرورت لری چې د هغه هیواد چې تاسې تری لیدنه کوئ چارواکو ته د ننوتلو په وخت کی وښایاست.

راځئ وګورو چې سمیر باید څه په پام کې ونیسي کله چې هغه وغواړي کاناډا ته سفر وکړي.


سلام زما نوم سمیر دی.

زه یو ژباړونکی وم چې په افغانستان کې مې د متحده ایالاتو د دولت لپاره کار کاوه. ما په دا ورستیو کې د تائید شوي ځانګړي د کډوالۍ ویزې (SIV) پر بنسټ ګرین کارت ترلاسه کړ. زه اوس غواړم کاناډا ته سفر وکړم.

علي: د ګرین کارت د تر لاسه کول دي مبارک شه! عموماً، وروسته له هغه چې یو څوک ګرین کارت تر لاسه کړي، دوی کولای شي د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړي. خو په یاد ولرئ چې تل دا سپارښتنه کیږي چې د هغه هیواد د سفارت سره باید هغه هیواد ته داخلیدو د ځانګړو قوانینو او مقراراتو په اړه معلومات وشي کوم چې تاسو سفر ورته کوی.

ایا نور څه شته چې زه یې په پام کې ونیسم؟

هر هیواد خپلو پولو ته د داخلیدلو لپاره مختلف شرطونه او قوانین لري. ځینې بیلګي یې لکه واکسینونه، د سفر اسناد، هغه توکي چې باید وښودل شي او یا هم هغه توکي چې هغه هیواد ته یې د وړلو اجازه نه ورکول کیږي. د هغه هیواد چې تاسو یې لیدنه کوئ، د سفارت پاڼه يي د ځانګړو مقرراتو او داخلیدو قوانینو لپاره وګورئ. متحده ایالاتو ته د قانوني دایمي اوسیدونکي په توګه د بیا ننوتلو لپاره تاسو اړتیا لرئ چې خپل هغه ګرین کارت چې تاریخ یی نه وي ختم شوی، د پیژندنې کارت (لکه پاسپورت) ، او نور کوم اسناد چې د ګمرکاتو او سرحدي خوندیتوب د ادارې لخوا در څخه غوښتنل کیږي، وړاندې کړئ. که تاسو کومې پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ د یو وکیل سره مشوره وکړئ.

اوس به د صبریه څخه افغانستان ته د هغې د سفر په اړه پوښتنې ووارو.

سلام! زما نوم صبریه ده. زه غواړم چې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره افغانستان ته ولاړه شم.

سلام صبریه! زه د کورنۍ د لیدو لپاره ستاسو لیوالتیا درک کولائ شم. ستاسو د امنیت او خوندیتوب لپاره، اوس مهال د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د سفر سپارښتنه نه کوي. تاسو کولای شئ افغانستان ته د سفر لپاره د بهرنیو چارو وزارت د سفر سپارښتنو د لارښود نه په استفاده نور معلومات ترلاسه کړئ.

د دې لپاره چې پوه شئ چې سفر به ستاسو د کډوالۍ غوښتنلیک په پروسه او وضعیت څه اغیزه وکړي، زه باید پوه شم چې تاسو د متحده ایالاتو دولت څخه د کډوالۍ کوم اسناد ترلاسه کړي دي. کولای شې په دې اړه نور معلومات راکړئ تر څو زه پدې ترتیب وکړائ شم ستاسو د سفر خطرونه و ارزوم؟

زما وکیل د پناه غوښتنې (اسایلم) غوښتنلیک ثبت کړی دی، خو تر اوسه مې د دې غوښتنلیک تاییدي نه ده ترلاسه کړي.

د پناه غوښتونکي په توګه د هیواد (متحده ایالات) څخه وتل خطرونه لري. افغانستان ته سفر کیدای شي په متحده ایالاتو کې ستاسو د پناه اخیستو مخه ونیسي. په عمومي ډول، پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د هغي ویرې پر اساس دي چې که چیرې تاسې خپل هیواد ته ستانه شئ، تاسو به د تبعیض پر بنسټ وځورول شی.‌ په دې سبب، افغانستان ته بیرته سفر کیدای شي دا وښايي چې تاسو نور د تبعیضي ځورونې خطر یا ویره نه لرئ او ممکن د پناه غوښتنې وړ هم و نه ووسئ. د متحده ایالاتو دولت ممکن دا ګومان وکړي چې تاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک څخه صرف نظر شوي یاست او پریښی مو دی. که خپل د ځانګړی حالت په اړه پوښتنې لرئ، د صلاح مشورې په موخه همیشه د خپل وکیل سره مشوره وکړئ.

په هغه صورت کې چې زما د پناغوښتنې دوسیه د برسئ په حال کې وي، نورو هیوادونو ته سفر کول ستاسو په نظر څنګه دی؟

د دې په پام کې نیولو سره چې ستاسو د پناه غوښتنی دوسیه د برسئ په حال کی ده، مخکې له دې چې تاسو سفر وکړئ باید د د سفر سند ته غوښتنلیک ورکړئ او تر لاسه یی کړئ. یاد سند د اډوانس پرول سند(advance parole document) په نوم هم پیژندل کیږي او باید د سفر کولو د مخه د I-131 فورمه وسپارل شي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د اډ‌وانس پرول سند ستاسو د پاسپورټ بدیل نشي کیدای او متحده ایالاتو ته د بیا داخلیدو تضمین نه کوي. یو وکیل باید د سفر تر مخه ستاسې اړوند اسناد تصدیق کړي، او زموږ مشوره دا ده چې مخکې له دې چې تاسې د سفر پلان جوړ کړئ ،‌لومړی حقوقي مشوره تر لاسه کړئ. تاسو باید د کوم پلان جوړولو دمخه دا هم تایید کړئ چې د هغه هیواد لپاره چې تاسو د سفر کولو اراده ورته لرئ، د ویزې یا داخلیدو شرایط یې څه دي.

نور څه شته چې باید په پام کې یې ونیسم؟

دا امکان هم شته چې تاسو و نه کړای شی چې بیا متحده ایالاتو ته داخل شئ. حتی که تاسو سم اسناد هم ولرئ. تاسو ممکن په هغه هیواد کې د متحده ایالاتو سفارت ته عریضه ورکړئ چې تاسو ته د بیا داخلیدو بدیل سند درکړي. د دې امکانات هم شته چې متحده ایالاتو ته بیرته راستنیده د اوږد ځنډ سبب شي. ستاسې غوښتنلیک ممکن رد یا ومنل شي.

د مهاجرت د یو وکیل څخه مشوره وغواړئ ترڅو د متحده ایالاتو څخه بهر د هر سفر دمخه خپل امکانات وڅیړئ.

بیرته پاسنی برخی ته تګ