ایا زه باید د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (Temporary Protected Status) لپاره غوښتنه وکړم؟

بشیر په متحده ایالاتو کې داسې یو افغان دی چې خپل هیواد ته په بیرته ستنیدو کې ځان نا امنه احساسوي. یو ملګري بشیر ته وویل چې هغه کولای شي د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) لپاره غوښتنه (درخواست) وکړي.

لنډمهاله حفاظت شوی وضعیت (TPS) د هغو خلکو لپاره دی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې میشت دي او نشي کولای د امنیتي دلایلو په اساس خپل هیواد ته ستانه شي. دافغانستان اتباع کولای شي د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) لپاره غوښتنلیک ثبت کړئ تر څو په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې د یوې ټاکلي مودې لپاره پاتې شي. اوسنۍ د اعتبار موده د ۲۰۲۵ کال د می د میاشتې پر ۲۰مه نېټه پای ته رسیږي.

د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) ګټې څه دي؟

تاسې کولای شئ په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه تر هغې نېټې چې لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) مو د اعتبار وړ وي، پاته شئ. دغه وضعیت تاسو ته دا اجازه درکوي چې په متحده ایالاتو کې د کار کولو لپاره د جواز غوښتنه وکړئ. که چیري د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) له لارې د متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو په اړه پوښتنې لرئ، نو د حقوقي خدماتو د یو وړاندي کوونکي سره خبري وکړئ.

د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) لپاره کوم اشخاص پر شرایطو برابر دي ؟

که چېرې تاسې په افغانستان کې زیږیدلي یاست، نو په شرایطو برابر یاست. همدا رنګه که چېرې تاسې د کوم هیواد تابعیت نلرئ او متحده ایالاتو ته د راتلو دمخه په افغانستان کې اوسیدلي یاست نو د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) پر شرایطو برابر یاست. تاسې باید ۳ نور شرطونه هم پوره کړئ.
  • تاسو د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د ۲۰مې نېټې راهیسې په متحده ایالاتو کې ژوند کړی وي
  • تاسو د ۲۰۲۳ کال د نومبر د ۲۱مې راهیسې د متحده ایالاتو څخه بهر نه یاست تللي
  • تاسو جدي او ګڼ شمېر جرمونه نه وي تر سره کړي

ایا لنډمهاله حفاظت شوی وضعیت (TPS) زما سره د دایمي اقامې یا تابعیت په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، او ایا زما د کورنۍ غړي هم پکې شامل دي؟

دا مهمې پوښتنې دي. لنډمهاله حفاظت شوی وضعیت(TPS) په خپله د دایمي اقامې او یا هم تابعیت د تر لاسه کولو لاره نه ده. د کورنۍ هر غړی، د ماشومانو په ګډون، باید ځان ته د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت بیل غوښتنلیک ولري.

که زه لنډمهاله حفاظت شوی وضعیت ترلاسه کړم، ایا زه بیا هم د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) ګټې ترلاسه کولای شم، په داسې حالت کې چې په شرایطو ېې برابر و اوسم؟

هو. لنډمهاله حفاظت شوی وضعیت (TPS) د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) پر شرایطو کوم اغیز نه کوي. تاسو کولای شئ د دغه دفتر ګټو یا امتیازاتو لپاره غوښتنه وکړئ او یا یې ترلاسه کولو ته دوام ورکړئ.

د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) په درلودلو سره ، ایا زه کولای شم چې د کډوالۍ نورو مرستو یا لاروچارو غوښتنه وکړم؟

هو.

زه غواړم لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) ته غوښتنه وکړم. زه څنګه غوښتنلیک ولېږم؟

تاسې کولای شئ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) سره د پوست له لارې یا هم په آنلاین ډول د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) غوښتنلیک یا (I-821) فورمه و سپارئ.

که تاسو غواړئ په متحده ایالاتو کې د کار د جواز لپاره غوښتنه وکړئ، نو د کار د جواز غوښتنلیک یا (I-765) فورمه هم ور سره ضمیمه کړئ. که تاسو داسي یو افغان یاست چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین له امله متحده ایالاتو د پرول وضعیت له لارې راغلي یاست، تاسو اړتیا نلرئ د دې فورمې فیس ورکړئ.

کله باید زه غوښتنه وکړم؟

تاسو کولای شئ د ۲۰۲۵ کال د می تر ۲۰مې پورې چې د اعتبار د نېټې پای دی، غوښتنه وکړئ. که تاسې د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) پر شرایطو برابر یاست، کولای شئ چې اوس غوښتنه وکړئ. څومره ژر چې تاسو غوښتنه وکړئ همغومره ژر به تاسو د خپل لڼدمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) په اړه پریکړه ترلاسه کړئ.

زه باید په خپل غوښتنلیک کې کوم اسناد شامل کړم؟

هغه اسناد چې له تاسو څخه به یې د وړاندي کولو غوښتنه وشي، پدې ترتیب دي:
  • د هویت ثبوت
  • د تابعیت ثبوت
  • هغه نېټه چې تاسو متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست
  • د۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۲۰ مې څخه دمخه په متحده ایالاتوکې ستاسې د اوسیدنې ثبوت
نور ګټور اسناد عبارت دي له پاسپورت، تذکره، د زیږیدو سند، I-94 فورمه، او د کرایې یا د بریښنا او اوبو بیلونه. د نورو اسنادو د اړتیا په اړه مهرباني وکړئ د خپل وکیل سره معلومات وکړئ.

دا څومره لګښت لري؟

علي: د لومړي ځل لپاره لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) ته غوښتنه کول ۵۰ امریکایي ډالره فیس لري. د ۱۴ کلونو څخه د ډیر عمر لرونکو کسانو لپاره د ګوتو د چاپ (بایومټریک) د اخیستلو اضافي ۸۵ ډالره فیس دی. که تاسو د فیس ورکولو توان نلرئ، د فیس معافیت (fee waiver) په نوم مالي مرسته شتون لري. که تاسو د فیس په معلومولو کې مرستې ته اړتیا لرئ، د مرستې لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) د فیس محاسبې وسیله (USCIS Fee Calculator) وکاروئ.

زما خور لنډمهاله حفاظت شوی وضعیت (TPS) درلودی، خو هغه په داسي حال کې تر وخت تیر شو چې دا ناروغه وه. آیا دا کولای شي بیا غوښتنه وکړي؟

د بیا نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۳ کال نومبر د میاشتې ۲۴مه وه.‌ د وروستۍ نیټې پای ته د رسېدو څخه وروسته د بیا نوملیکنې لپاره ستاسو خور باید د خپل حقوقي خدماتو د وړاندي کوونکي څخه مرسته تر لاسه کړي.

بیرته پاسنی برخی ته تګ