د ایلسا – (ILSAA) اړوند
ایا لیوال یاست چې د ایلسا (ILSAA) -اړوند نور معلومات تر لاسه کړئ؟ د دغې فورمې په ډکولو سره، زموږ په میاشتنۍ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ.
مونږ څوک یو
په متحده ایالاتو کې د داسي یو افغان د ژوند مسیر چې بشردوستانه پرول ولري او یا یوه کورنۍ چې د پناه غوښتنې په لټه کې وي شاید ډیرپیچلی وي. د متحده ایالاتو د مهاجرت د حقوقي سیستم سره له کافي اندارې حقوقي ملاتړ نه پرته مخ کیدل ممکن ډیر ستونزمن وي. موږ مرسته کولای شو!
د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدماتو دفتر ایلسا - (Immigration Legal Services for Afghan Arrivals - ILSAA) په وړیا ډول پر شرایطو برابر راغلو افغانانو ته د هیواد په کچه د مهاجرت حقوقي خدمات وړاندي کوي او د مهاجرت حقوقي خدماتو وړاندې کوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرسته هم کوي تر څو په دغه ډول خدماتو کې ښکېل پاته شي.
د ۲۰۲۲ میلادې کال د ډیسمبر په میاشت کې، دکډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) د پناه غوښتونکو او مهاجرینو لپاره د متحده ایالاتو کمېټې (USCRI) ته نږدې ۳۵ میلونه ډالره ورکړل تر څو هغه افغانانو ته په مستقیمه توګه حقوقي خدمات وړاندې کړي چې د بشردوستانه پرول لرونکي دي. دا بودیجه په ټول متحده ایالاتو کې لسګونو زرو افغانانو ته د بیلا بیلو خدماتو وړاندې کولو امکان برابروي.
د ایلسا (ILSAA) - په هکله نور معلومات لاس ته راوړئ
د ایلسا (ILSAA) – اړوند یوه ویډیو وګورئ
د ایلسا (ILSAA) - په هکله نور معلومات لاس ته راوړئ
زمونږ خدمات
د مهاجرت وړیا حقوقي خدمات
ایلسا (ILSAA) - پر شرایطو برابر نویو راغلو افغانانو ته د دایمي استوګنې (اقامې)، لنډ مهاله خوندي حالت (Temporary Protected Status - TPS) ترلاسه کولو، د کورنۍ بیا یو ځای کیدو او داسي نورو موضوعاتو په ملاتړ خدمات وړاندې کوي. پر شرایطو برابر افغانانو کې بشردوستانه پرول لرونکي، بې سر پرسته افغان ماشومان او داسي نور کسان شامل دي چې د متحده ایالاتو د کډوالو د بیا میشتېدنې ادارې (ORR) د 22-01 مکتوب د تعریف پر شرایطو برابر دي.
د حقوقي خدماتو وړاندې کونکو لپاره شبکه
د ایلسا – (ILSAA) د حقوقي خدماتو د وړاندي کوونکې شبکې غړي کولای شي چې د فدرال دولت مالي سرچینو ته لاسرسی ولري تر څو د مهاجرت حقوقي خدمات وړاندي کړي، او همدا راز، انفرادي روزنې،سرچینې، او د ښکیلتیا بیلا بیلو کړونو ته لاسرسی پیدا کړي. د خدماتو وړاندې کوونکي کولای شي چې مجازي، هم مسلکه شبکې مرکز او غونډو ته لاس رسی پیدا کړي تر څو معلومات او سرچینې سره شریکې کړي. د دغه مرکز له لارې د دغه صنعت هم مسلکه کولای شي چې د ستونزو حل شریک کړي او همزمانه خپل خدمات اصلاح کړي. پر دې برسیره، ګډونوال کولای شي د روزونو او انټرنیټي زده کړو له لارې خپل پوهه زیاته کړي او خپل د مهارتونه کچه پیاوړې کړي.
ملي همکار سازمانونه
موږ خپل ټولو هغه ستراتیژیکو همکارانو (شریکانو) ته ارزښت ورکوو چې د راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت د حقوقي خدماتو د ملي هڅو صف پیاوړی کوي. د دغه همکاریو له لارې، موږ سرچینو (معلوماتو) او متقابل ترویج ته لاسرسی ډیرو، غوره تګلارې او پوهه سره تبادله کوو، او په ګډه پر شرایطو برابر افغانانو او د مهاجرت حقوقي خدماتو وړاندي کوونکو لپاره پروګرامونه او غونډې پلان کوو. برسیره پر دې، ایلسا – (ILSAA) د سیمه ییزو ادارو سره د داسي فرصتونو د رامنځ ته کولو په موخه اړیکې جوړوي چې له طریقه یې پر شرایطو برابر افغانانو او د مهاجرت حقوقي خدماتو وړاندي کوونکو ته لاس رسی پیدا کړي تر څو د ټول متحده ایالاتو په کچه ورته خدمات وړاندي کړي.