د سفر جدول: ایا زه کولی شم د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړم پداسې حال کې چې ما مهاجرتي وضعیت ته غوښتنه کړی وي یا ما د مهاجرتي وضعیت تاییدي ترلاسه کړی وي؟

د وضعیت ډول  د غوښتنلیک وضعیت  زه باید په څه پوه شم؟ 
پرول (Parole) د پرول وضعیت لرونکی شخص (Parolee) عموماً، که یو پرولي (د پرول وضعیت لرونکی شخص) د متحده ایالاتو څخه ووځي ، د هغه کس پرول به همغه وخت پای ته ورسیږي کله چې دوي ولاړ شي. که یو پرولي غواړي له متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړي، هغه شخص باید د سفر سند (advance parole*;Form I-131)  لپاره غوښتنه وکړي، او دغه ادوانس پرول سند د متحده ایالاتو د پرېښودو د مخه ترلاسه کړي. دا پروسه معمولاً څو میاشتې وخت نیسي. په هرصورت، حتی که چیرې هغه شخص ته اډوانس پرول ورکړل شي، حتی د لنډې مودې لپاره د متحده ایالاتو پریښودل، کولی شي د هغه شخص پر وړتیا دنورو لنډمهاله او دایمي د مرستو ، په شمول د لنډمهاله خوندي حالت (TPS)  او پناه غوښتنې (اسایلم) باندې اغیزه وکړي. که چېرته تاسو د پرول پر بنسټ د کار جواز (EAD)  ولرئ، متحده ایالاتو ته په راوګرځیدو په هغه صورت کې چې مو د یاد سند تاریخ تیر شوی نه وي تاسو شاید کار کولو ته دوام ورکړی شئ. که چېرته د کار جواز (EAD) نلرئ او یا مو د کار جواز تاریخ تیر وي، تاسو باید د متحده ایالاتو ته د راستنیدو سره د کار جواز (EAD) د اډوانس پرول په بنیاد غوښتنه وکړئ. که تاسو په دې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو په اوسني یا راتلونکي کې د کډوالۍ  په وضعیت اغېزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.  
د لنډ مهاله حفاظت شوی حالت (TPS)  ناڅرګند (د بررسۍ په حال کې) لنډ مهاله حفاظت شوی حالت-(TPS) عموماً، د متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو لپاره د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت د (TPS) غوښتونکی باید د سفر سند ( advance parole*;Form I-131)   لپاره غوښتنه وکړي او د وتلو څخه مخکې اډوانس پرول ترلاسه کړي. دا پروسه معمولاً څو میاشتې وخت نیسي. په هرصورت، حتی که چیرې یو کس ته اډوانس پرول ورکړل شي،حتی د لنډې مودې لپاره د متحده ایالاتو پریښودل، ، کولی شي د هغه شخص پر وړتیا د نورو لنډمهاله او دایمي مرستو لپاره، په شمول د لڼدمهاله خوندي وضعیت (TPS) او پناه غوښتنې باندې اغیزه وکړي. که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کې د کډوالۍ په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.
منل شوي لنډ مهاله حفاظت شوی حالت (TPS)   عموماً، د متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو لپاره، د لنډمهال حفاظت شوی وضعیت (TPS) ګټه اخیستونکی باید د سفر جواز فورم( I-131)  لپاره غوښتنه وکړي، او د  I-512T فورمه ترلاسه کړي. دا د سفر اجازه نامه د هغه غیر اتباعو لپاره ده چې مخکې له دې چې متحده ایالتو څخه وو ځي باید یاد شوی سند تر لاسه کړي. د لنډمهاله محفاظت شوي وضعیت (TPS) د سفر سند د هغه کس پاسپورټ عوض نه شي کیدای، مګر دا د ثبوت په توګه منل کیدی شي چې دا شخص د ویزې د اړتیا پرته متحده ایالاتو ته د سفر اجازه لري. که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ
ځانګړې د مهاجرت وېزه (SIV)  ناڅرګنده (د بررسۍ په حال کې) ځانګړې د مهاجرت وېزه (SIV) غوښتنلیک  عموماً، د متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو لپاره یو شخص باید د سفر سند (advance parole*;Form I-131) لپاره غوښتنه وکړي. او د وتلو څخه مخکې اډوانس پرول سند ترلاسه کړي. دا پروسه معمولاً څو میاشتې وخت نیسي. که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ  په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.
منل شوې ځانګړې د مهاجرت وېزه (SIV) (مګر ګرین کارت يې نه دی ترلاسه کړی)  عموماً، د متحده ایالاتو څخه بهر سفر کولو لپاره یو شخص باید د سفر سند (advance parole*;Form I-131) لپاره غوښتنه وکړي او او د وتلو څخه مخکې ادوانس پرول سند تر لاسه کړي دا پروسه معمولا څو میاشتې وخت نیسي. که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ  په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.
منل شوې ځانګړې د مهاجرت وېزه (SIV) (د ګرین کارت سره) عموماً، وروسته له دې چې یو کس د خپل قانوني دایمي اقامې ثبوت ترلاسه کړي (چې د ګرین کارت په نوم هم پیژندل کیږي)، دوي ممکن د متحده ایالاتو څخه بهر سفر وکړي. سره له دې، تاسو باید دا فکتورونه په پام کې ونیسئ: 
  • پداسې حال کې چې قانوني دایمي اوسیدونکي یوازې متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره خپل ګرین کارت ته اړتیا لري، بهرني هیوادونه ممکن نورې اړتیاوې ولري. د هغه بهرني هیواد سفارت سره اړیکه ونیسئ چې تاسو يې لیدنه کوی او په اړتیاوو يې ځان پوه کړئ. 
  • هوايي شرکتونه هم ښايي خپلې اړتیاوې ولري. د سفر کولو څخه مخکې د خپل هوایی شرکت په اړتیاوو ځان پوه کړئ. 
  • د ۱ کال په موده کې د ۱۸۰ ورځو څخه زیاد د متحده ایالاتو څخه بهر سفر مه کوئ (که یو لوی سفر وي یا څو کوچني سفرونه). 
  • ځینې اشخاص به په مشروط ډول ګرین کارتونه ترلاسه کړي. دا کسان باید په خپل ګرین کارت کې هر ډول وضع شوي شرایط تعقیب کړي.
پناه غوښتنه یا اسایلم ناڅرګنده (د بررسۍ په حال کې) پناه غوښتنې غوښتنلیک   

په عمومي ډول، د پناه غوښتنې غوښتونکي باید خپل هیواد ته چیرته چې دی د ځورول کیږي ه سفر و نه کړي ځکه ممکن دا داوطلبانه خپل هیواد ته بیرته ستنیدل وګڼل شي، پدې معنی چې هغه شخص ممکن د پناه غوښتنې وړ نه وي. 

عموماً، بل ځای ته د سفر کولو لپاره یو پناه غوښتونکی باید د اډوانس پرول* (فورم I-131) لپاره غوښتنه وکړي او د وتلو څخه مخکې اډوانس پرول ترلاسه کړي که نه نو د هغه کس د پناه غوښتنې غوښتنلیک (اسیلم) به پریښودل شوي وګڼل شي. برسیره پردې، دا ډیره مهمه ده چې د سفر اسنادو (د بیلګې په توګه، پاسپورتونه) کوم چې د ځورونې هیواد لخوا صادر شوي وي د سفر کولو لپاره ورڅخه ډډه وشي، کوم چې کیدای شي داوطلبانه خپل هیواد ته ستنیدل و ګڼل شي. 

برسېره پردې، د پناه غوښتنې غوښتونکي چې دحذف په مرحلو کې وی نشي کولی د وتلو وروسته متحده ایالاتو ته د بیا ځل لپاره داخل شي. 

که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ  په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.

تائید شوی پناه غوښتنه یا اسایلم ( دپناغوښتنی پر بنسټ څرګند یا ناڅرګند غوښتنلیک د ګرین کارت لپاره)

په عمومي ډول، پناه غوښتونکي (هغه څوک چې پناه ورکړل شوې وي) باید خپل هیواد ته چیرته چی دی ځورول کیږي. سفر ونه کړي ځکه چې دا ډول سفر ممکن د متحده ایالاتو د حکومت لپاره د هغه کس د پناه غوښتنې وضعیت پای ته رسولو لپاره اساس وګڼل شي. همدارنګه، د پناه غوښتونکي د حالت د لومړي کال په جریان کې له متحده ایالاتو څخه بهر سفر د دې سبب کېدلئ شي چې په متحده ایالاتو کې د فزیکي شتون د یو کال د پوره کېدو په مقابل کې ځنډ راپېښ کړي کوم چې د وضعیت د سمون لپاره اړین دی او کولی شي د قانوني دایمي اقامې لپاره د پناه غوښتونکي پروسه وځنډوي. 

بل چیرې د سفر کولو لپاره، یو پناه غوښتونکی باید د متحده ایالاتو څخه د وتلو دمخه د مهاجرت د سفر سند فورم (I-131) لپاره غوښتنه وکړي. پناه غوښتونکی باید یوازې د مهاجرت د سفر سند په کارولو سره سفر وکړي او د دوی د ځورونې هیواد څخه د اسنادو (پاسپورټونو په ګډون) سفر ونه کړي. 

که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت د یو وکیل سره مشوره وکړئ 

د پناه غوښتنی(اسایلم) په اساس  تایید شوی ګرین کارټ

په عمومي ډول، قانوني دایمي اوسیدونکي چې د خپل پناه غوښتونکي حالت پر اساس یې ګرین کارت ترلاسه کړئ وي دوي باید پوه شي چې د دوي سفر خپل هیواد ته چیرته چې دوی ځورول کیږي ممکن د متحده ایالاتو حکومت لپاره د دوی د قانوني دایمي اقامې د پای ته رسولو لپاره اساس وګڼل شي. 

بل ځای ته د سفر کولو لپاره، قانوني دایمي اوسیدونکي (د پناه غوښتنې د وضعیت پر بنسټ) کیدائ شي د کډوالۍ د سفر سند فورم (I-131) لپاره غوښتنه وکړي. دوی باید یوازې د خپل ګرین کارت او د کډوالۍ سند سره سفر وکړي. دوی باید د خپل هیواد چیرته چې دوی ځورول کیږي د اسنادو په کارولو سره سفر ونه کړي. 

سره له دې، پدې اړه ځینی قواعد شته چې تاسو څنګه کولی شئ د خپل ګرین کارت سره سفر وکړئ: 

  • پداسې حال کې چې قانوني دایمي اوسیدونکي یوازې متحده ایالاتو ته د ننوتلو لپاره خپل ګرین کارت ته اړتیا لري، بهرني هیوادونه ممکن نورې اړتیاوې ولري. د هغه بهرني هیواد سفارت سره اړیکه ونیسئ او د سفر کولو په اړتیاوو يې ځان پوه کړئ. 
  • هوایی شرکتونه ممکن خپل اړتیاوې ولري. د سفر کولو دمخه د خپل هوایی شرکت سره په ضروري مسایلو ځان پوه کړئ. 
  • د ۱ کال په موده کې د ۱۸۰ ورځو څخه زیات د متحده ایالاتو څخه بهر سفر مه کوئ (که یو لوی سفر وي یا څو کوچني سفرونه). 
  • ځینې اشخاص به په مشروط ډول ګرین کارتونه ترلاسه کړي. دا کسان باید په خپل ګرین کارت کې هر ډول وضع شوي شرایط تعقیب کړي. 

که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.

د ایستلو مخنیوی یا د شکنجې او ځورونی په وړاندی حفاظتی تړون (CAT)   د ایستلو مخنیوی او د شکنجې او ځورونی په وړاندی د حفاظتی تړون (CAT) ناڅرګند غوښتنلیک

خپل اصلي هیواد ته سفر مه کوئ. 

عموماً، بل ځای ته د سفر کولو لپاره، د ایستلو مخنیوی او د شکنجې په وړاندی د حفاظتی تړون(CAT) غوښتونکی باید د سفر سند لپاره غوښتنه وکړي اډوانس پارول*؛ فورمه (I-131)  او د وتلو څخه مخکې اډوانس پرول ترلاسه کړي که نه نو د هغه شخص غوښتنلیک به پریښودل شوي وګڼل شي. 

که تاسو د پناه غوښتنې وړ نه یاست او یوازې د ایستلو مخنیوی او د شکنجې په وړاندی د حفاظتی تړون(CAT) وړ یاست، تاسو باید د متحده ایالاتو څخه بهر سفر ونه کړئ. 

سربیره پردې ، د د خذف کولو په پروسه کې غوښتونکي نشي کولئ سفر وکړي.که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.

  د ایستلو مخنیوی او د شکنجې او ځورونی په وړاندی د حفاظتی تړون (CAT) تایید شوی غوښتنلیک د متحده ایالاتو څخه بهر د ایستلو مخنیوی او د شکنجې په وړاندی د حفاظتی تړون(CAT) تصویب شوي غوښتنلیک لرونکي د سفر کولو حق نشته. که تاسو متحده ایالاتو څخه ووځی ، تاسو ته به د دې ډول محفاظت پر بنسټ د بیرته راستنیدو اجازه درنکړل شي. که تاسو پدې اړه پوښتنې لرئ چې سفر څنګه ستاسو د اوسني یا راتلونکي کډوالۍ په وضعیت اغیزه کولی شي، د مهاجرت یو وکیل سره مشوره وکړئ.

* اډوانس (مخکي تر مخکي) پرول: د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ویب پاڼه داسې تعریفوي :

«اډوانس پرول تاسو ته اجازه درکوي چې د ویزې دغوښتنې پرته بیرته متحده ایالاتو ته سفر وکړئ. یو ترانسپورتي شرکت (هوایی شرکتونه) کولی شي د ویزې پر ځای اډوانس پرول سند د ثبوت په توګه ومني چې تاسو متحده ایالاتو ته د سفر کولو قانوني اجازه لرئ. د اډوانس پرول سند ستاسو د پاسپورت ځای نه نیسي.

لطفا په یاد ولرئ چې د اډوانس پرول اسناد درلودل دا تضمین نه کوي چې تاسو به متحده ایالاتو ته بیا داخلید اجازه ولری. په هوايي ډګر او یا هم پوله یا سرحد باندي، د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او دسرحدي خوندیتوب ادارې (CBP) مامور به دا وروستۍ پرېکړه کوي چې آایا تاسو ته متحده ایلاتو ته د داخلیدو اجازه درکړل شي او که نه.