په ایلسا (ILSAA) کې مونږ د هغه افغان کډوالو چې مونږ یې خدمت کوو، او زمونږ د حقوقي او ملاتړ کوونکي ټیم د ژمن غړو د کیسو په اوریدلو سره الهام اخلو. دلته په لاندې برخه کې، د پورته ذکر شویو خلکو له ډلې څخه د ځینو سره وپېژنئ او دا زده کړئ چې څنګه مونږ په ګډه د امریکا ټولنه لا بډایه کوو.

د محرمیت ساتنې په موخه، نومونه او ځایونه بدل شوي دي.

سعید: په افغانستان کې د یو ژونالیست څخه بیا د ګرین کارت تر غوښتنکي پورې سفر

سعید، یو دنګ سړی چې د خپل عمر په ۳۰ کلنیو کې دی، په افغانستان کې ژورنالیست و، او په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره یو ځای متحده ایالاتو ته راغی. وروسته له هغې چې دوی په یوه کلیوالې سیمې کې مېشت شول، کورنۍ یې پرته له کومې خاصې ستونزې سیاسي پناه (اسایلم) ترلاسه کړه.

د متحده ایالاتو د کډوالۍ په حقوقي سیستم کې د سعید ستونزې هغه مهال پیل شوې چې کله یې کورنۍ یو لوی ښار ته کډه شوه او هڅه یې وکړه چې د ګرین کارت لپاره خپل غوښتنلیک و سپاري – دا په داسي حال کې چې دا پروسه د سیاسي پناه په پرتله یوه ډېره اوږده او پېچلې وي.

سعید د هغو ستونزو سره مخ شو چې ډېر نور افغان کډوال هم ورسره مخ وي: هغه مرستې ته اړتیا لرله ترڅو اړین اسناد وپېژني، فورمې یې وژباړل شي، او پوه شي چې د پروسې د پیل لپاره لومړی باید څه ترسره کړي. هغه پوهېده چې حقوقي مرستې ته اړتیا لري خو نه پوهېده چې چېرته باید مراجعه وکړي. سعید وویل: «ما په نوي ښار کې هیڅ ملګری نه پیژانده، نو ډېرې ستونزې مې لرلې.» هغه زیاته کړه، «ما شپږ الی اووه دفترونو سره اړیکه ونیوله چې مرسته وکړي، مګر، بدبختانه، هغوی ځواب رانکړ.»

وروسته، یو افغان ملګري هغه ته د ایلسا (ILSAA) د وړیا حقوقي خدماتو په اړه معلومات ورکړل، چې د کډوالو د بیا میشتېدنې دفتر (Office of Refugee Resettlement) لخوا تمویل شوې پروژه ده ترڅو په متحده ایالاتو کې پر شرایطو برابر افغانانو ته د کډوالۍ حقوقي خدمات وړاندې کړي. ملګري سعید ته وویل چې ایلسا (ILSAA) د ډېرو افغانانو سره مرسته کړې او د دوی خدمات یې "ډېر ښه" بلل. سعید زړه - نا - زړه وو. «ما فکر کاوه شاید دا ممکنه وي، یا شاید ناشونې وي... خو بیا هم زه باید خپل معلومات ایلسا ته واستوم.»

سعید یو حیرانونکی خبر ترلاسه کړ. «ایلسا یواځې یوه ورځ وروسته ځواب ورکړل!»

کله چې سعید د ایلسا (ILSAA)د ملاتړ لپاره پر شراطو برابر وګڼل شو، هغه ته د کډوالۍ یو وکیل ورکړل شو. د سعید وکیل هغه ته د غوښتنلیک د پروسې په اړه معلومات ورکړل، د اړینو اسنادو په راټولولو او ژباړلو کې یې ورسره مرسته وکړه، د هغه پوښتنو ته یې ځواب ووایه، او سعید لپاره یې د ایلسا (ILSAA) په یوه وړیا حقوقي کلینیک کې مخکې له مخکې نوم لیکنه وکړه.

د دې لپاره چې ایلسا (ILSAA) خپل خدمات په دري او پښتو ژبو وړاندې کوي، کومې چې د ډېرو افغانانو تر ټولو عامې ژبې دي، د سعید وکیل وکولای شول چې له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړي. سعید وویل: «کله ناکله به زما انګلیسي ښه نه وه، نو هغوی به زما سره په دري ژبه خبرې کولې. هغوی په اسنادو د ښه پوهېدو په خاطر، زما لپاره ډېره اسانتیا رامنځته کړه.»

کله چې د ایلسا (ILSAA) د حقوقي کلینیک نېټه راورسېده، سعید چمتو و: مخکې له مخکې تری ابتدایي پوښتنې شوی وې ، نوم لیکنه یې شوی وه، او ټول اړین اسناد یې راټول کړي وو. د هغه چمتوالی د کلینیک رضاکاره وکیلانو سره مرسته وکړه تر څو د سعید د ګرین کارت وروستی غوښتنلیک چمتو او د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ته واستوي.

سعید وویل، «ډېر وخت یې ونیوه چې دې ځای ته ورسېږم، خو دا زما لپاره یوه ډېره مهمه ورځ وه.»

احمد: د کډوالۍ د سفر په جریان کې د حقوقي مرستې موندل

احمد، د تورو ویښتانو لرونکی کس، چې د ۳۰ کلونو په شاوخوا کې عمر لرئ، او په افغانستان کې د هوايي ځواک پیلوټ و، هغه د ۲۰۲۲ کال د پسرلي په موسم کې متحده ایالاتو ته راغلی دی. هغه یوازې راغلی و، ځکه له خپلې ښځې او درې ماشومانو څخه جلا شوی و، چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

په متحده ایالاتو کې د لومړیو میاشتو په ترڅ کې احمد له د ملګرو سره په لنډمهاله توګه اوسیده. هغه هڅه کوله چې یو ارزانه بیه کور او د داسې کار د موندلو په لټه کې شي چې ورته مناسب معاش ورکړي.

کله چې د پناه غوښتلو (اسایلم) وخت راغی، احمد د بیا میشتېدنې د ځايي ادارو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. خو د زیاتې بوختیاو او د قضیو د ډيروالې له امله، هغوی په هغه وخت کې د مرستې توان نه درلود. احمد هڅه وکړه چې یو خصوصي وکیل پیدا کړي، خو ورته معلومه شوه چې هغه د وکیل لګښتونه نه شي پوره کولای.

هغه وویل: «ما درې یا څلور وکیلانو سره اړیکه ونیوله، او هغوی ماته وویل چې د یو ساعت بیه ۳۵۰ ډالره ده. خو په داسي حال کې چې زه هیڅ شی هم په جیب کې و نه لرم، زه څنګه کولای شم ۳۵۰ ډالره پر ساعت ورکړم؟»

احمد احساس کاوه چې د پناه غوښتنې (اسایلم) په پروسه کې باید بیړه وکړي، ځکه هغه پوهېده چې که ژر پناه ترلاسه کړي، په هغه سرعت سره به وکولای شي د کورنۍ سره د بیا یوځای کیدو لپاره غوښتنلیک وسپاري. نو هغه یو څو لارښوونې ویډیوګانې وکتلې او هڅه یې وکړه چې غوښتنلیک په خپل سر ډک کړي.

له بده مرغه، د هغه په وینا: «ډېرې زیاتې غلطۍ شوی وې.» د غوښتنلیک لپاره ۱۷ میاشتې په تمه پاتې شم. بلاخره د یو چا د خولې څخه د ایلسا (ILSAA) په اړه می واورېدل، چې په متحده ایالاتو کې پر شرایطو برابر افغانانو ته وړیا د کډوالۍ حقوقي خدمات وړاندې کوي. احمد له ایلسا (ILSAA) سره اړیکه ونیوله، او د شرایطو معلومولو او د ابتدایي مرکې وروسته، د هغه قضیه د ایلسا (ILSAA) یو وکیل ته ورکړل شوه.

د احمد وکیل د هغه د پناه غوښتنې قضیه (غوښتنلیک) بیا له سره وړاندې کړه. احمد وویل: «هغوی زما ټولې تېروتنې سمې کړې. کله چې یې زما قضیه بیاځلي د متحده ایالاتو تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS ) ته وسپارله، وکیل مې حتی د مرکې په وخت کې هم زما سره حاضر و. »

احمد لپاره د پناه (اسایلم) ترلاسه کول یو مهم بریالیتوب و، خو دا یوازې د هغه د کډوالۍ په اوږده سفر کې یوه مرحله وه—او وکیل یې د دې پروسې په پرمختګ کې له هغه سره ډیره مرسته وکړه. له خپلو ماشومانو څخه جلا پاتې کېدل احمد ته یوه سخته موضوع ده. د فبرورۍ په میاشت کې، د هغه وکیل د کورنۍ سره د بیا یوځای کیدو لپاره غوښتنلیک ورته ثبت کړ، ترڅو د احمد میرمن او ماشومان متحده ایالاتو ته راشي. د اګست په میاشت کې، ایلسا (ILSAA) هغه سره د ګرین کارت د غوښتنلیک په ثبت کولو کې مرسته وکړه. دواړه غوښتنلیکونه دا مهال تر پروسې لاندې دي، او د احمد وکیل د هغه سره لا هم په اړیکه کې دی. هر وخت چې کوم تازه معلومات وي، هغه ته خبر ورکوي.

احمد په خندا سره وویل: «ما ځانته وویل چې نور به هیڅ کار د وکیل پرته په خپل سر نه کوم! حتی که د ترافیک د ټیکټ ستونزه هم وي، باید وکیل ونیسم!»

خدماتو ته د لاس رسي په موخه د خبرو اترو د خنډونو له منځه وړل

کله چې په لومړي ځل یوه افغان میرمن او خاوند متحده ایالاتو ته را ورسیدل، دوی د خبرو اترو په برخه کې د جدې ستونزو سره مخ شول. دا ځکه چې دواړه کاڼه وو، خبرې یې نشوای کولای، او د امریکا د اشاروي ژبې (ASL) په اړه یې هېڅ ډول پوهه نه لرله.

نوموړو د یو داسي وکیل په مرسته چې د ایلسا (ILSAA) پروژې غړیتوب یې نه درلودی، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ددوې مرکې بشپړې کړې وی. وروسته ورڅخه د اضافي معلوماتو غوښتنه وشوه او باید په یو محدود وخت کې یې یاد معلومات وړاندي کړئ وای که نه د دوی قضیه یا کیس شاید رد شوی وای. په همدې توګه دوی د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې د مرستې په موخه ایلسا (ILSAA) ته مراجعه وکړه.

ایلسا (ILSAA)، چې د کډوالو د بیا میشتېدنې دفتر (ORR) په استازیتوب فعالیت کوي، هغو نویو راغلو افغانانو ته حقوقي خدمات وړاندې کوي چې د «د متحدینو د ښه راغلاست عملیات» په نوم پروګرام تر چتر لاندې متحده ایالاتو ته د راتګ وړتیا ولري. دا پروګرام د هغو زیانمنو افغانانو د خوندي بیا میشتېدنې لپاره ځانګړی شوی دی چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو سره مرسته کړې وي.

د لومړۍ مرکې پر مهال، د ایلسا لخوا ګمارل شوې وکیل ته دا څرګنده شوه چې دغه جوړه د ژباړې لپاره یوې ځانګړې او مناسبې طریقې ته اړتیا لري ترڅو د هغوی اړتیاوې په سمه توګه پوره شي او د اړیکو دقت یې ډاډمن شي. پدې موخه، د ایلسا د ژبې د خدماتو ټیم او وکیل په ګډه د ژباړې د نورو میتودونو او لارو چارو پلټنه پیل کړه.

ګڼو د ژباړې ادارو، شرکتونو او سازمانونو سره د خبرو اترو وروسته چې د کاڼه اشخاصو د ټولنو سره کار کوي، ایلسا د اشاروې ژبو د ژباړې یوه نوښتګره کمپنۍ وموندله. دغه شرکت د "ډیډ" (Dyad) په نوم د ژباړې یو ځانګړی میتود وړاندیز کړ چې مخکې د افغانانو او نورو نږدې سیمو له مراجعینو سره اغېزناک ثابت شوی وه.

په ډیډ میتود کې دوه ژباړونکي شامل وي: د امریکایي اشاروې ژبې ژباړونکی (SLI) او یو تصدیق لرونکی کوڼ ژباړونکی . (CDI) تصدیق لرونکی کوڼ ژباړونکي هغه متخصصین دي چې خپله هم کاڼه وي او د امریکایي اشاروې ژبې (ASL) ترڅنګ بصري او تکتیکي اړیکې هم کاروي. په دې پروسه کې، وکیل د اشاروې ژبې ژباړونکی سره خبرې کوي، د اشاروې ژبې ژباړونکی بیا تصدیق لرونکی کوڼ ژباړونکی ته پیغام رسوي، او تصدیق لرونکی کوڼ ژباړونکی هغه معلومات موکل ته رسوي او په همدې ډول د دې برعکس. د موکل پیغام هم له همدې لارې وکیل ته رسېږي. د دې میتود یوه مهمه ځانګړتیا لومړنۍ ناسته ده، چې پکې تصدیق لرونکی کوڼ ژباړونکی او موکل د اړیکو لپاره لومړنی اساس جوړوي. په دې ناسته کې، دوی د اشارو یوه ګډه ذخیره رامنځته کوي، ترڅو د اړیکو پروسه مؤثره او دقیقه اوسي.

د لومړنۍ ناستې پر مهال سمدستي څرګنده شوه چې دا میتود د دې جوړې لپاره خورا اغېزناک دی. د ایلسا وکیل څرګنده کړه: «دوی ته په کتو هر کس دا ګمان کولای شوای چې دا میتود اغیزمن دی. ټوله په پوه شول». د ډیډ میتود په مرسته، دې جوړې په مؤثره توګه د وکیل سره اړیکه ونیوله، خپل وضعیت یې په وضاحت تشریح کړ، او د اړوندو حقوقي پروسو په اړه یې مشورې ترلاسه کړې.

د لومړۍ ناستې را وروسته، د دې جوړې حالت ښه شوی دی. د ایلسا وکیل د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) غوښتنې ته ځواب ولیږه او د لا دقیقو معلوماتو پر اساس یې یو اضافي غوښتنلیک هم وړاندې کړ.

د ایلسا وکیل وویل: «د هغه چا په توګه چې د ایلسا د پیلیدو مخکې مې له افغان کډوالو سره کار کړی، زه په ډاډ سره ویلی شم چې د ایلسا پروګرام د کډوالو په ملاتړ کې یو مهم او بدلون راوستونکی نوښت دی. د ژباړې خدمات او د ایلسا لخوا چمتو شوې نورې مرستې د دې مراجعینو په ژوند کې د پام وړ مثبت اغېز ښودلی دی».

د افغانانو سره د مرستې په موخه مسلکي ملګرتیا: پر حقوقي کلینک باندي ړنا اچول

د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې، د نویو راغلو افغانانو لپاره د کډوالۍ د حقوقي خدماتو پروژې (ILSAA) له خوا د ویرجینیا په ریسټن ښار کې د آی سي ایف (ICF) په مرکزي دفتر کې د افغان سیاسي پناه اخیستونکو لپاره د وضعیت د سمون (یعنې د ګرین کارت ترلاسه کولو) لپاره یو وړیا حضوري کلینیک ترسره کړ. ایلسا(ILSAA) ، چې د کډوالو د بیا میشتېدنې دفتر (ORR) په استازیتوب فعالیت کوي، هغو افغانانو ته حقوقي خدمات وړاندې کوي چې د «د متحدینو د ښه راغلاست عملیات» پروګرام تر چتر لاندې متحده ایالاتو ته د راتګ وړتیا لري. د دې څلور ورځنۍ بوخت کلینیک په ترڅ کې، ۹۶ د ګرین کارت غوښتنلیکونه بشپړ او د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ته د سپارلو لپاره چمتو شول.

د ګرین کارت غوښتنلیک ۲۰ پاڼې لري چې بشپړول یې وخت نیونکی او پیچلی کار دی. سربېره پر دې، هر غوښتونکی باید د ملاتړ لپاره له ۲۰ څخه تر ۸۰ پاڼو پورې اسناد او شواهد وړاندې کړي. د ډېرو خلکو لپاره، پرته له دې چې حقوقي مرسته ترلاسه کړي، د غوښتنلیک بشپړول یوه لویه ننګونه وي. د افغان سیاسي پناه اخیستونکو لپاره، چې ډېری یې په انګلیسي ژبه مهارت نلري او د امریکایي حقوقي سیستم له اصولو سره نااشنا دي، حقوقي او ژبنۍ مرسته د دې پروسې د بریالي ترسره کولو لپاره بنسټیزه اړتیا ده.

د ګرین کارتونو لپاره د کلینیک ترسره کول د دغو ستونزو د حل یوه اغېزمنه لاره وه. دې کلینیک افغان مراجعینو ته په یوه ناسته کې د خپلو غوښتنلیکونو بشپړولو فرصت ورکړ، چې هغوی یې د وکیلانو دفترونو ته د تکراري او ممکن ګران‌بیه لیدنو له مشکل څخه خلاص کړل. دا ډول مؤثره مرستی یوازې د کلینیک په چاپیریال کی امکان درلود، چیری چې ټول اړین حقوقي مهارتونه او ملاتړونکي سرچینې په یوه ځای کې تنظیم شوې وې.

د کلینیک د بریالیتوب لپاره د څو اونیو چمتووالی او د ایلسا شبکې دننه د ګڼو سازمانونو ګډه همکاري اړینه وه. دې سازمانونو کې ري اکټ ډي سي (REACT DC)، یو ایس سي آر آی (USCRI)، ویسینا (VECINA)، او آی سي ایف (ICF) شامل وو، چې ټولو د افغان کډوالو لپاره په حقوقي خدماتو، بیا میشتېدنې، او د پروژې مدیریت کې پراخه تجربه لري.

افغان مراجعینو، چې په ډي سي- مېټرو سیمه کې مېشت وو، د ایلسا د ځایي همکار سازمان له لارې د کلینیک لپاره نوم ‌لیکنه وکړه. یاد سازمان مخکې له دې د خپل داخلي حقوقي ټیم په مرسته د مراجعینو د پناه غوښتنې قضیې پرمخ وړي وې. کله چې مراجعینو نوم ‌لیکنه بشپړه کړه، ایلسا له هغوی سره مخکې له مخکې د ملاتړ کوونکو اسنادو په راټولولو کې مرسته وکړه، ترڅو په ساحه کې پروسه ډېره اسانه او مؤثره ترسره شي. د کلینیک په بهیر کې، باتجربه وکیلانو هره ورځ د ۱۵-۲۰ حقوقي رضاکارانو څارنه او لارښوونه وکړه، ترڅو د مراجعینو سره د مستقیمې مرستې ډېره برخه په بریالیتوب ترسره کړي.

رضاکاران د لویو حقوقي شرکتونو وکیلان وو چې د خپلو مسلکي اړتیاوو د بشپړولو لپاره یې وړیا وخت ځانګړی کړی وه. په دې ډله کې حقوقي مرستیالان او د حقوقو محصلین هم شامل وو. ځکه چې رضاکاران د کډوالۍ د حقوقو سیستم متخصصین نه وو، ایلسا د هغوی لپاره روزنیزې بیلګې، چاپ شوي لارښودونه، او په ساحه کې تشریحي غونډې برابرې کړې ترڅو د ګرین کارت د غوښتنلیکونو د بشپړولو اړین مهارتونه ترلاسه کړي. د ژبنۍ خنډونو د له منځه وړلو لپاره، د ایلسا د دري او پښتو ژبو ژباړونکي په کلینیک کې حاضر وو، او د هر وکیل او مراجع شخص یا جوړې سره یې په ټوله پروسه کې مرسته کوله.

په پای کې، ټول ۹۶ غوښتنلیکونه په بریالیتوب بشپړ او د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) ته واستول شول. د ایلسا د پروژې مدیر وویل: «د ریسټن کلینیک د نږدې ۱۰۰ افغانانو لپاره یوه د ژوند بدلونوونکې تجربه وه. په یوه متمرکزه او لنډه پروسه کې، مونږ د «د متحدینو د ښه راغلاست عملیات» د موخو په ترلاسه کولو کې پرمختګ وکړ او وړ افغان کډوالو ته مو د دایمي استوګنې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه. دا چې په دومره لنډ وخت کې دومره ستر کار ترسره شو، د یوې همغږې ډلې د هڅې پایله وه، چې د ایلسا د شبکې دننه د ګڼو وقف شویو کسانو او سازمانونو ژمنتیا څرګندوي.»