Post Type: نوې سرچینه (معلومات)
عاجل: د آدرس بدلولو اړوند معلومات
نوې سرچینه (معلومات)
پښتو
آیا تاسو یو له هغو نويو راغلو افغانانو څخه یاست چې متحده ایالاتو ته له راتګ ورسته مو خپل موقعیت ته تغیر ورکړی؟ که غواړی له ځنډ پرته مهمې خبرتیاوې او اسناد ترلاسه کړئ، نو د متحده ایالاتو حکومت سره خپل ادرس تازه وساتئ. د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې (USCIS) تاسو ته دا اسانتیا برابر وي. د نورو معلوماتو لپاره دغه ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: د ادرس د بدلولو لارښوونې
alt متن
یو سور پستي صندوق (میل باکس) چې په منځ کې سپین، ژیړ، او زرغون لیکونه دی. شالید یا(بګراوند) په سپین، خړ، او زرغون رنګو دی چې ورسره د ایلسا-(ILSAA) نښان یا (لوګو) په پورتنۍ برخه کې د کیڼ لوري کونج کې ده. متن د پتې د بدلونونو په اړه معلومات لولي.
دافغانانو لپاره د لنډ مهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) په هکله مکرراً پوښتل شوي پوښتنې
نوې سرچینه (معلومات)
پښتو
لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د هغو خلکو لپاره دی چې د نا امنۍ له امله نشي کولای بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدماتو پروګرام د افغانانو لپاره د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) په اړه د معمول پوښتل شوي پوښتونو یو ځانګړی لیست لري. د نورو معلوماتو لپاره دغه ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: د افغانانو لپاره د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت په اړه معمول پوښتل شوي پوښتنې
alt متن
معمول پوښتل شوي پوښتنې په ژیړ رنګ کې لیکل شوی دي چې درې کسان د لیکونو په شاوخوا کې ناست دي او د تبصري یوه خړه پوکاڼه چې پکښې په سره رنګ د پوښتنې علامه لیکل شوی ده. شالید یا(بګراوند) په سپین، خړ، او زرغون رنګو دی چې ورسره د ایلسا-(ILSAA) نښان یا (لوګو) په پورتنۍ برخه کې د کیڼ لوري کونج کې ده. متن: د افغانانو لپاره د لنډمهاله حفاظت شوي وضعیت (TPS) په اړه د معمول پوښتل شوي پوښتنې
آیا تاسو د یو افغان ماشوم پالنه کوی خو د هغوی قانوني مور او پلار نه یاست؟
نوې سرچینه (معلومات)
پښتو
په امریکا کې د افغان ماشومانو لپاره دا معمول دی چې له داسې کس سره ژوند وکړي چې هغه یې مور او پلار نه وي. که تاسو د یوه افغان ماشوم پالنه کوی خو د هغوی قانوني مور او پلار نه یاست، د نویوراغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدماتو پروګرام ستاسو سره مرسته کولای شي! مهربانی وکړئ دلته مراجعه وکړئ: ILSAA Guardianship Fact Sheet
بدیل متن
د یو افغانې کورنۍ څلورغړي ښودل شوی چې پکښې زوی د پلار په اوږه اوتر څنګ یې د هغه میرمن او لور روان دي. شالید یا(بګراوند) په سپین، خړ، او زرغون رنګو دی چې ورسره د ایلسا-(ILSAA) نښان یا (لوګو) په پورتنۍ برخې کې د کیڼ لوري کونج کې ده. د افغان ماشومانو سرپرستي
د نويو راغلو افغانانو د پام وړ: مخکې له دې چې ستاسو لمړنی پرول پای ته ورسیږي د بیا پرول لپاره غوښتنلیک ورکړئ.
نوې سرچینه (معلومات)
پښتو
د نوي راغلو افغانانو د پام وړ: مخکې له دې چې ستاسو لمړنی پرول پای ته ورسیږي د بیا پرول لپاره غوښتنه وکړئ. اوس هغه وخت دی چې نوی راغلې افغانان مخکې له دې چې لومړنی پرول یی پای ته ورسیږي د بیا پرول لپاره غوښتنلیک وسپاري. دمتحده ایالاتو د کورنې امنیت وزارت (Department of Homeland Security-DHS) مستحقو افغانانو لپاره د بیا پرول خبر ورکوي ترڅو دوی وکولای شي په متحده ایالاتو کې په قانوني ډول خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي. د حقوقي خدماتو ترلاسه کولو لپاره همدا نن د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدماتو دفتر- ایلسا (ILSAA) ته ilsaainfo@icf.com بریښنالیک ولیږئ . مونږ ژباړونکي لرو.ځنډ مه کوئ.
بدیل متن
دوه لاسونه د یو چک لست د توکو دپه نښه کولو په حال کې . د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدمات ایلسا (ILSAA)- د لوګو په پورتنۍ کیڼ کونج کې. دنوي راغلو افغانانو د پام وړ: مخکې له دې چې ستاسو لمړنۍ پرول پای ته ورسیږي د بیا پرول لپاره غوښتنه وکړئ.
د ایلسا (ILSAA) وړیا ټیلیفوني شمېرې ته په ۰۸۶۴-۲۸۶-۸۳۳ شمېره زنګ ووهئ او وړیا د مهاجرت حقوقي خدمات تر لاسه کړئ
نوې سرچینه (معلومات)
د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت حقوقي خدمات ایلسا (ILSAA) پروژه ژمنه ده چې پر شرایطو برابر راغلو افغانانو سره حقوقي خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې مرسته وکړي تر څو په متحده ایالاتو کې په خوندي او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي. موږ داسي ژباړونکي لرو چې د زنګ وهونکي د خوښي وړ ژبه باندی، په پښتو او دري ژبو په شمول، کولای شي ټلیفوني زنګونو ته ځواب ورکړي.
د متن بدیل: د ایلسا (ILSAA) وړیا ټلیفوني شمېرې ته په دغه شمېره ۰۸۶۴-۲۸۶-۸۳۳ زنګ ووهئ او وړیا د مهاجرت حقوقي خدمات تر لاسه کړئ
بیړنی: هغه معلومات چې افغان ماشومان او د هغوی پالونکي باید پرې خبر شي
نوې سرچینه (معلومات)
د کم عمر لرونکي افغان ماشومان او د هغوی پالونکي کولای شي له دې سرچینې یا معلوماتو څخه کټه پورته کړي ترڅو دا زده کړي چې څنګه د بیا
پرول لپاره غوښتنه وکړي، د کډوالۍ ګټو ته لاسرسی ومومي او داسي نور ډیر څه
د متن بدیل: بیړنی: هغه معلومات چې افغان ماشومان او د هغوی پالونکي باید پرې خبر شي
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د آپشنونو یا انتخابونو په اړه يوه نوی ویډیو وګورئ
نوې سرچینه (معلومات)
نوې ویډیویي سرچینه (معلومات)
ایلسا (ILSAA) او د امریکا د مدافع وکیلانو ټولنې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د غوراویو (آپشنونو) په اړه يوه نوې ویډیو جوړه کړې ده.
https://www.youtube.com/watch?v=tS7I8hHkK8Y
بدیل متن
ایلسا (ILSAA) او د امریکا د مدافع وکیلانو ټولنې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د غوراویو (آپشنونو) په اړه يوه نوې ویډیو جوړه کړې ده.